د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د جان کیري څرګندونې وغندلې

د عکس سرچینه، Reuters
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې په اړه امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري څرګندونې د یو اړخیزې وینا په توګه غندلي دي.
ښاغلي کیري ویلي؛ د دوو خپلواکو دولتونو جوړېدو د سولې حل لارې لرلید په خراب وضعیت کې دی.
هغه په ځانګړې توګه په اشغالي سیمو کې د اسراییلو لخوا د ښارګوټو جوړول د سولې پروړاندې خنډ یاد کړ.
ښاغلي نتانیاهو وویل؛ دې وینا ناهیلی کړی ځکه چې دده په وینا "نامتوازنه" وه او "له حده ډېر د ښارګوټو پر مسالې ورټوله وه."
هغه وویل چې ښاغلي کیري "د اسراییلو پرضد د فلسطینیانو بې امانه تروریستي کمپاین" ته په غبرګون کې یې له هغوی سره "په ژبه کې هوکړه کړې ده."
هغه زیاته کړه؛ دا شخړه له دې سرچینه اخلي چې فلسطین د اسراییلو د موجودیت له حق نه انکار کوي، خو ښاغلی کیري "دا ساده واقعیت نه ویني."
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې په ټویټ کې د اسراییلو په ملاتړ ولیکل چې اجازه به ورنکړي له دې هېواد سره "په تحقیر او بې احترامۍ" چلند وشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې جمعې په ورځ په یوه کمساري ګام کې د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو، د فلسطینیانو په اشغالي سیمو کې د اسراییلو لخوا د ښارګوټو جوړول وغندل او ددې کار د درېدو غوښتنه یې وکړه.
امریکا چې معمولا دا ډول پرېکړه لیکونه د اسراییلو په ملاتړ ویټو کوي، هغې ته ممتنع رایه ورکړه او د امنیت شورا پاتې ۱۴ غړو ورته مثبته رایه ورکړه.

د عکس سرچینه، AFP
نژدې نیم میلیونه یهودان په ۱۴۰ هغو ښارګوټو کې ژوند کوي چې اسراییلو تر ۱۹۶۷ کال وروسته د اردن سیند په لویدیځه غاړه او بیت المقدس په اشغال کړو سیمو کې جوړ کړي. د بین الملل حقوقو له مخې دا ښارګوټي غیرقانوني ګڼل کېږي، خو اسراییل دا مساله نه مني.
جان کیري وویل؛ په دې اړه د ملګرو ملتونو نوی پرېکړه لیک د امریکا متحده ایالتونو له ارزښتونو سره همغږي لري.
هغه وویل: "که اجازه ورکړو چې زموږ د سترګو پروړاندې د دوو خپلواکو هېوادونو حل لاره لمنځه لاړه شي، نو نشو کولی له اسراییلو په مناسب ډول دفاع وکړو. دا ټکی، یو حقیقت دی. په ملګرو ملتونو کې ورکړل شوې رایه د دوو خپلواکو هېوادونو جوړېدو حل لارې د ساتنې لپاره ده."
هغه زیاته کړه: "د اسراییلو لومړی وزیر په ښکاره د دوو خپلواکو هېوادونو د حل لارې ملاتړ کوي، خو د هغه اوسنی ایتلاف د اسراییلو په تاریخ کې ترټولو ښی اړخی دی چې کاري پلانونه یې ترټولو توندلاري عناصر تنظیموي."
"پایله دا ده چې ددې دولت سیاستونه - هماغسې چې د اسراییلو لومړي وزیر په دې وروستیو کې وویل، د اسراییلو په تاریخ کې تر هر بل وخت ډېر د ښارګوټو جوړولو ته ژمن دي - د (دوو هېوادونو جوړېدو سیاست) په خلاف مخته ځي او د یوه هېواد (حل لارې) پر لور روان دي."
ډونلډ ټرمپ وړاندې ولیکل؛ "امریکا یو وخت د اسراییلو ښه ملګری و، خو ... نو داسې نه ده. د هوکړې پایته رسېدو د پیل ټکی د ایران وېروونکی تړون و او اوس د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک! اسراییله پیاوړی اوسه، د جنورۍ تر ۲۰مې ډېر وخت نه دی پاتې."
ښاغلي نتانیاهو په غبرګون کې ولیکل؛ "ټاکل شوی ولسمشر ټرمپ ستاسو له ګرمې دوستۍ او له اسراییلو ستاسو له بشپړ ملاتړ نه منندوی یم."

د عکس سرچینه، AFP


















