د سعودي مېرمنو پر حقونو جوړه ویډيوه ډېره لیدل شوې

د عکس سرچینه، 8IES
سعودي عربستان کې د یوې سندرې ویډیو چې په کې د ښځو بېوسي څرګنده شوې، پر ټولینزو پاڼو ډېر مینه وال موندلي.
سلګونو زره کسانو دغه ویډیو د ټولنیزو پاڼو پر مخ ګوري. دغې ويديو ته د 'هواجیس ' یا اظطراب نوم ورکړل شوی دی.
په ویډیو کې سعودۍ ښځې لیدل کېږي، چې یو شمېر لوبې کوي او ناڅي.
دغه ویډیو ۸ ای اې ایس نومي رسنیز خپرندوی مرکز تولید کړې او پر یو ټيوب له خپرېدو ورسته تر اوسه نژدې ۳ میلیونو کسانو کتلې ده.
ویډیو کې ښځې په اسلامي کالیو کې لیدل کېږي، چې مختلف کارونه کوي او سندره وايي:
'' یوازې خدای تعالی کولای شي موږ له نارینه وو وژغوري. ''
د ویډیو هدف د سعودي عربستان ټولنه کې، چې واک یې د نارینه وو لاس کې دی، د ښځینه وو مایوسي څرګندول دي.
نارینه سرپرست پرېکړه کوي، چې ښځه څه وکړي او څه باید و نه کړي.
د بېلګې په توګه له هېواده بهر سفر اجازه او یا لوړې زده کړې تر لاسه کول. د یو ټيوب یوه کاروونکي دغې ویډیو سره لیکلي:

د عکس سرچینه، 8IES
''حیرانونکې ویډیو ده، غږ یې بد او مواد یې له دې هم ناوړه... تصور وکړئ، چې ښځې ګاډي چلوي او نارینه دغسې کالیو کې ناڅي، خدای مو دې وساتي. ''
یو بل کاروونکي بیا لیکلي:
''ښه ویډیويي کلیپ دی، چې طنز په کې شامل دی، دغه کلیپ د ښځو د مایوسۍ یو اړخ څرګندوي. ''
سعودي عربستان ټولنه کې د نارینه وو واکمني ته د پام اړولو لپاره دا په ټولینزو رسنیو کې خپرېدونکي نوي مواد دي.
له دې مخکې سعودي کې یوه طنزکوونکي ( نو وومن، نو ډرايیو ) نومي سندره خپره کړې وه، چې هدف یې دا ویل و، چې سعودي عربستان کې ښځې د ګاډي چلولو اجازه نه لري.
















