د کنګل شوې ګیدړې ننداره

د عکس سرچینه، AFP
د خپرېدو وخت
جرمني کې یوه ښکاري کنګل شوې ګیدړه نندارې ته ايښې. موخه یې وايي دا ده، چې خلک د ډینیوب سیند له خطرونو خبر شي، چې د اروپا له ځینو سیمو تېرېږي.
داسې ګومان کېږي، چې دغه ګېدړه سیند ته لوېدلې وه او سملاسې کنګل شوې.
جرمن ښکاري فرانزسټل دغه کنګل شوې ګېدړه د خپلې کورنۍ هوټل مخې ته د نندارې لپاره ایښې.
نوموړی وايي ګڼ شمېر هوسۍ او نور ځناور یې لیدلي، چې کنګل شوي وو.














