د حلب ختيځ له ويجاړیو ځانګړی راپور، داسې انځورونه چې د سوریې د جګړې شونې پايلې راسپړي

د ویډیو تشریح، حلب
د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو چارواکي باور کوي، ۴۰ زره خلک د حلب ختيځ کې خپلو مېنو ته ستانه شوي دي. د سوریې دا ښار روانه شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې په پراخه ويجاړ شوی دی. حكومتي ځواكونو د وسله والو مخالفانو د اکمالاتو او مرستو رساوي لارې پرېکړې، او څو مياشتو کې یې د حلب بشپړه ولکه تر ګوتو کړه. بي بي سي يو ځل بيا دې ښار ته ورغلې وه، چې دا ځانکړی راپور ترې راغلی دی.