کينيا کې د ډاکترانو اعتصاب
د خپرېدو وخت
د افریقا کینیا کې دا یوه میاشت کېږي چې ډاکتران کار نه کوي. دوی د تنخوا پر سر له حکومت سره جنجال لري.
د روغتیا پالانو ټولنې درې کاله مخکې له حکومت سره یو تړون کړی و.
په هغه تړون کې دوی ته د تنخوا د ډېرېدو ويل شوي وو او ورسره منل شوي وو چې روغتیايي خدمات به ښه کوي خو اوس داسې ښکاري لکه چې هغسې و نه شول.