ټرمپ د افریقا او منځني ختیځه د خلکو ورتګ محدودوي
د خپرېدو وخت
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اشاره کړې چې په دې ورځو کې به داسې څو ځانکړي امرونه وکړي چې له مکسیکو سره پر پوله به امنیت ټینګ کړي او د افریقا او منځني ختیځ له ځینو هېوادونو به خلکو ته په اسانه ویزه نه ورکول کېږي.
ده پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ملي امنیت لپاره بوخته ورځ ده. ښاغلي ټرمپ تېره ورځ د تېلو د دوو جنجالي نل لیکو د بیا پرانیستلو امر هم وکړ.
پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغو مخه نیولې وه.