بوګټي: د کوټې برید کې د افغانستان او هند څارګرو لاس دی

د ویډیو تشریح، د پاکستان د سترې محکمې لخوا جوړ شوي کمیسیون د دوی دا تورونه بې ځایه وبلل او پر دوی يې د بې غورۍ تور پورې کړ
د خپرېدو وخت

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي او د دغه ایالت مشر وزیر نواب ثناو الله زهري هغه چارواکي و، چې د دغې چاودنې تور يې د هند او افغانستان پر څارګرو ادارو پورې کړ.

خو خپله د پاکستان د سترې محکمې لخوا جوړ شوي کمیسیون د دوی دا تورونه بې ځایه وبلل او پر دوی يې د بې غورۍ تور پورې کړ.

خدای نور ناصر په کوټه کې له سرفراز بوګټي وپوښتل چې اوس څه فکر کوي؟