د ترکیې ۴۰ پوځیانو جرمني کې د پنا غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، EPA
جرمني کې ځايي رسنیو ادعا کړې، چې هغو ۴۰ لوړپوړو ترکي پوځيانو، چې جرمني کې د ناټو یوې پوځي اډې کې پر دنده بوخت دي، دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې.
د ترکیې حکومت ګومان کوي، دا هغه پوځیان دي، چې د جولای میاشتې ناکامې کودتا په هڅو کې یې ګډون درلود. د کودتا له هڅې وروسته دغه پوځیان له دندې ګوښه کړل شوي وو.
د جرمني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې تر اوسه جرمن حکومت او ناټو چارواکو څه نه دي ویلي، خو د جرمني کورنیو چارو وزارت او کډوالي ادارو چارواکي وايي، د دغه پوځیانو پر غوښتنلیکونو به د معمول له تګلارې سره سم غور وکړي.
بل لور ته د محافظه کار ګوند سي ایس یو سټېفن مییر وايي، ترکیې ته بېرته د دغو پوځیانو استولو هېڅ احتمال باید نه وي، ځکه په وینا یې که داسې وشي، دغه پوځیان به سملاسي زندانیان شي.
دغه خبرونه داسې مهال خپاره شوي، چې پام کې ده څو ورځې وروسته د جرمني لومړۍ وزیره اېنګلامیرکل ترکیې ته رسمي سفر وکړي.
د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي دي.
جرمني چارواکو له ترک حکومته ځکه ناراضي دي، چې دوی فکر کوي د ترکیې حکومت خپل مخالفان ځپي او ترکیه پر برلین تور پورې کوي، چې د کردانو کارګر ګوند پلوي کوي، چې ترکیه یې وسله واله ډله بولي.



















