د عکسونو البوم: د هندوانو د سپېڅلي ښار بنارس سهار او مازیګر

د خپرېدو وخت

وارانسي، کاشي یا بنارس ښار د هندو مذهب پلیونو کې لوی مقام لري چې هلته ژوند هره ورځ له مرګ سره غاړه غړۍ وي.

بنارس
د عکس تشریح، هندو مذهب کې د بنارس ځانګړی اهمیت دی او په ادب کې هم د بنارس سهار ډېره یادونه کېږي.
بنارس
د عکس تشریح، دا ښار له پېړیو راهیسې د ګنګا سیند پر غاړه اباد دی او له پېړیو راهیسې دلته له لرې لرې د سیلانیانو تګ هم همداسې روان دی.
بنارس
د عکس تشریح، هندو مذهب کې دغه ښار او دغه سیند لوی مقام لري. دوی وايي، په دغه سیند کې لامبلو سره سړی پاپ شي( ګنا پاک شي) ځکه دلته د خلکو ځای نه کېږي.
بنارس
د عکس تشریح، دلته د مندرونو کمی نشته او خلک د خپلې عقیدې سره سم د مندرونو سلام ته ځي، دلته د مندرونو څوکې له اسمان سره لګېږي.
بنارس
د عکس تشریح، له بهر ور تلونکي خلک یا سیلانیان وي یا هم د عقیدې له مخې ورځي.
بنارس
د عکس تشریح، بنارس کې د ګنګا سیند پر شګو د مړیو د سوځولو اور کله هم مړ نه شو، دلته هره ورځ په سلګونو مړي سوځل کېږي.
بنارس
د عکس تشریح، هندوان باوري دي چې که دلته په وارانسي یا بنارس کې سړی مړ شي، بیا نه ژوندی کېږي، ځکه ډېر بوډاګان د خپل ژوند وروستۍ ورځې په دغه ځای کې تېرول غواړي.
بنارس
د عکس تشریح، له رنګین سهار وروسته د بنارس شپه هم په رڼا کې تېرېږي او بیا د سهار په راتللو سره د تېرې ورځې بیروبار جوړېږي.