'' نرۍ نجونې به د کالیو نندارتون کې ګډون نه کوي''

د عکس سرچینه، Getty Images
د کریستان دایور او ګوچي په ګډون د فېشن یو شمېر مشهورو شرکتونو ویلي، له دې وروسته به فېشن نندارتونونو 'کېټ واک' کې ډېرو نریو یا ډنګرو ماډل نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکوي.
ایل وې ایم ایچ او کېرینګ شرکتونو چې ټوله نړۍ کې د فېشن نړۍ دوه مخکښان بلل کېږي دغه ګام له هغو پریمانه نیوکو وروسته کړی، چې ګواکې د فېشن نړۍ کې نجونې د خوړو نه خوړلو ته لمسول کېږي.
ویل کېږي له دې وروسته به د ګډونوالو نجونو د ملا کچه د فرانسې له ناپ سره سم ۳۲ انچه وي، چې د بریتانیا له حسابه شپږ او د امریکا متحدو ایالتونو له حسابه صفر سره برابر دی.
دغه راز به د لویانو د کالیو ننداره کولو لپاره شرکتونو له ۱۶ کلنۍ کم عمره نجونې کیټ واک ته نه لېږي. د کېرینګ میلیاردر څښتن فرانسویس هینري پیناولت ویلي، شرکت یې هیله من دی، چې د کالیو ټول صنعت دې لړ کې له دوی الهام واخلي او دغه چار دود شي.
د یو شمېر نورو شرکتونو تر څنګ دغه اقدام کې لویس ویوټون شرکت هم شامل دی، چې مې میاشت کې پرې له یوې ماډل نجلۍ سره د نامناسب چلند تور پورې شوی و. ډنمارکۍ ماډل اولرایکې هویر ویلي و، له نندارتون مخکې ورته ویل شوي و، چې خواړه و نه خوري، خو شرکت دغه تورونه رد کړي وو.
مې میاشت کې فرانسې حکومت یو قانون تصویب کړ، چې د کالیو نندارتونونو کې د ډېرو نریو نجونو پر ګډون بندیز لګوي. حکومت ویلي، هغه کمپنۍ به ۷۵۰۰۰ یورو جریمه شي یا به یې څښتنان د شپږو میاشتو لپاره زندان ته واستول شي، چې له دغه قانونه سرغړونه وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
د دغه قانون له مخې به ماډل نجونې د دندې موندلو مخکې د کار وړتیا لپاره طبي اسناد هم وړاندې کوي. . اعتراض کونکي وايي، نرۍ ماډل نجونې د انساني بدن غیر صحي او غیر طبیعي تصور وړاندې کوي، خو فېشن نړۍ ته نژدې کسان بیا ادعا کوي، چې پر نریو دنګو ښځو کالي ښه ښکاري.


















