"د افغانستان نیا مړه شوه!"
- Author, سپین تڼی
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
نیویارک ټایمز :

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نانسي دوپري د مرګ په اړه لیکلي: د افغانستان نیا مړه شوه!
د ورځپاڼې په لیکنه مېرمن دوپري تر هرچا افغانستان ډېر پيژانده.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي: مېرمن دوپري وصیت کړی چې په باغ بالا غونډۍ کې یې خاورو ته وسپاري چې هلته یې د خپل واده جشن لمانځلی و.
د مېړه ایرې یې هم دلته د یوې ساده ودانۍ لاندې خښې دي.
واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په کابل کې د امریکا د سفیر له خولې لیکلي چې مېرمن دوپري د امریکا او افغانستان د ټینګو اړیکو یوه ښه بېلګه وه.
ورځپاڼې مېرمن دوپري د امریکایي ټولنې یوه کړۍ بللې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه بل رپوټ کې لیکلي چې کاناډا ډېر شمېر پناه غوښتونکي کډوال بېرته خپلو هېوادنو ته شړلي چې ژوند یې په خطر کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې کاناډا د زیات شمېر کډوالو کوربنه ده او په تېرو لسو کې کلونو کې یې تر ټولو زیات کډوال لرل.
د ورځپاڼې په لیکنه دا د دې سبب ګرځي چې کاناډا خپل هېواد ته کډوال چې زیاته برخه یې له امریکا سره له پولې ور اوړي ور پرې نه ږدي.
د ورځپاڼې په لیکنه له ۲۰۱۴ م کال تر ۲۰۱۷م کاله پورې کاناډا ۲۴۹ کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته استولي چې ۱۳۴ یې عراقیان، ۶۲ د کانګو له دموکراتیک جمهوریته او ۴۳ یې افغانان دي.
هشت صبح:

د عکس سرچینه، .
د کابل د هشت صبح ورځپاڼې خپله سرلیکنه د احمدشا مسود ورځې لمانځنه کې ګډوډيو او خپل سریو ته ځانګړې کړې او لیکي؛ هغه حالت چې په کابل کې و، د حکومت تر جوړولو مخکیني کلونه یې انځورول.
داسې ګومان کېده چې کابل نه پولیس لري، نه د قانون پلي کولو ځواک او نه هم حکومت.
د ورځپاڼې په لیکنه، قانون پلي کوونکي ځواکونه باید بدماشان او لنډغر د عمومي نظم د ګډوډولو له امله ونیسي.
دوی باید هغه کسان محکمې ته وسپاري، چې په دې ورځ د خلکو د نظم د ګډوډولو او د عامو ناکراریو لامل شوي دي.
د تایمز اوف انډیا:
د تایمز اوف انډیا ورځپاڼې لیکلي: د هند پوځ څه د پاسه سلو افسرانو چې ډګرمن او تورن دي، د هند عالي محکمې ته شکایت کړی چې د پوځ په قول اردو کې د افسرانو په رتبو کې توپیري چلند او بې انصافي ده.
د ورځپاڼې په لیکنه هغه څه چې باید د هند د اندېښنې سبب وګرځي دا دي چې دې افسرانو شکایت کړی، که د افسرانو د ارتقا لومړیتوبونو ته پام ونه شي باید خدمتي پرسونل له جنګي پرسونل سره د عملیاتو سیمو ته وانه ستول شي.



















