مکسیکو سیټي کې زلزلې ولې دومره تاوان واړوه؟
د خپرېدو وخت
د مکسيکو سيټي زلزله کې ان نوې ودانۍ هم نړېدلې، پوښتنه اوس دا ده چې تر شا يې د فساد ريښې دي که څنګه؟
داسې حال کې چې د مکسيکو د زلزلې له ګوزاره ورځې په تېرېدو دي، پام اوس د ودانيو جوړولو کې شوني فساد ته په وراوښتو دی.
عصري او نوې ودانۍ د هغو ترمنځ وې چې د مځکې ځواکمنې لړزې کې نړېدلې، او داسې حالت يې رابرسېره کړی ګنې د ودانيو جوړولو هغه لارښوونې چې د مکسيکو سيټي د ۱۹۸۵ کال له زلزلې وروسته په ګوتې شوې وې، له پامه غورځول شوې دي.
حکومت خلک هڅولي که د ودانيو جوړولو چارو په اړه شکونه لري، د سپړلو لپاره یې دې ورمخکې شي.