"پاکستان درواغجنه لوبه کوي"

.
د خپرېدو وخت

هندوستان ټایمز ورځپانه لیکي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم د زندانیانو د تبادلې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې رد کړې دي.

پاکستاني وزیر خواجه اصف دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې کېدای شي د کلباشن یادو په نامه هندی وګړی، چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور زندانی دی، هند ته وسپارل شي او په بدل کې به یې هند هغه کس دوی ته سپاري چې د پېښور پر پوځي ښوونځي برید کې یې لاس درلود.

خواجه اصف ویلي وو چې دغه ترهګر دا مهال له افغان دولت سره بندي دی.

خو د افغانستان د ملي امنیت دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کې د پاکستاني وزیر دا څرګندونې رد کړې او زیاته یې کړه چې د زندانیانو د تبادلې په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.

اوس د هند د بهرنیو چارو وزازت هم دا ادعا رد کړې او دا یې د پاکستاني حکومت درواغجنه لوبه بللې.

واشنګټن پوسټ:

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د هغه امریکایي وګړي په اړه مطلب لري چې ویل کېږي په ۲۰۰۹ کال کې له القاعدې سره یو ځای شوی و او هڅه یې کړې وه چې د افغانستان په خوست ولایت کې پر امریکایي ځواکونو ځانمرګی برید وکړي، خو بریالی شوی نه و.

ورځپاڼه وایي چې د محناد الفارخ په نامه دا کس پرون د یوې محکمې لخوا تورن وپېژندل شو.

واشنګټن پوسټ وایي د الفارخ قضیې ته ځکه ډېر پام ور اوښتی و چې د پخواني ولسمشر باراک اوباما ادارې هڅه کړې وه چې دی په ډرون برید کې ووژني، حال دا چې امریکا د خپلو اطباعو پر ضد دا ډول بریدونه نه کوي.

بلاخره د ده د وژلو پلان وځنډول شو او دی په ۲۰۱۵ کال کې په پاکستان کې ونیول شو.

د امریکا د دولت یوې څارنوالې ویلي چې کېدای شي دی په عمري بند محکوم شي.

ورځپانه وایي، پلټونکو پر هغو چاودېدونکو توکو د الفارخ د ګوتو نښانونه موندلي وو چې ده غوښتل په چاودنه کې یې وکاروي. خو د مدافع وکیل یې ویلي چې د ده پر ضد کافي ثبوتونه نه شته.

د پاکستان ډان ورځپاڼه

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې د کراچۍ ښار په ځینو سیمو کې د قانون برلاسي نشته، او خلک ځینې شخړې د قبایلي یا قومي جرګو له لارې حل کوي.

ورځپاڼه د یوې بېلګې په توګه وایي چې څه موده وړاندې د پښتون مېشتې ابراهیم حیدري سیمې یو پنځلس کلنه نجلۍ د واده په نیت له یوه ولس کلن هلک سره له کوره وتښتېده.

ویل کېږي چې دوی دواړه څه موده ونیول شول او د یوې قبایلي جرګې په امر دواړه ووژل شول.

ورځپاڼه ادعا کوي چې د بخت تاج په نامه دغه نجلۍ په یوه بې نومه قبر کې په داسې حالت کې ښخه شوه چې ان هغه وروستي مذهبي مراسم یې هم په سمه توګه ترسره نه شول.

ډان ورځپاڼه لیکي، دا یې یوه بېلګه ده او کراچۍ ښار کې ورځ تر بلې د قانون واکمني او حکومتي واک په کمېدو دی.

ورځپاڼه وایي کراچۍ ښار د کابو پنځلس ملیونه وګړو د اوسېدو ځای دی.

ډېری دې کسانو له ځان سره د خپلو سیمو یو شمېر هغه دودونه او رواجونه هم راوړي دي چې له بشري حقونو او قانون سره په ښکاره توګه په ټکر کې دي.

د پنځلس کنۍ بخت تاج او اوولس کلن رحمان ژونه یې یوه ښه بېګله ده.