د واده لپاره له غوايي سره غېږنيونه

د ویډیو تشریح، د واده لپاره له غوايي سره غېږنيونه
د خپرېدو وخت

نن سبا د مينې موندلو لپاره ځوانان تر ډېره انترنېټ او د پېژندګلوۍ اپونو ته مخه کوي. خو داسې ښکاري چې دماډاګاسکار لرې پرتو لوړو او غونډيو کې د مينې موندل خورا ګران کار دی.

دغه هېواد کې له پېړيو راهيسې د بېټسيليو نارينه د ساويکا په نامه سيالۍ ته مخه کوي چې له غوایانو سره په کې مخامخ وي، موخه یې هم د نجونو د زړونو ګټل دي.