سعودي کې ښځو او موسيقۍ ته د ازادۍ لارهواری
د خپرېدو وخت
سعودي کې ښځو او موسيقۍ ته د ازادۍ لارهواری، د دغه هېواد د تړلې او محافظه کاره ټولنې د لا نورې پرانيستې په معنا دي؟
راپورونه وايي سعودي له روسيې سره د پرمختللو توغنديو د پېر پر يوه پوځي تړون خبرې کوي.
دا پر مختيا په داسې وخت کې راځي تېره اوونۍ روسيې ته د پاچا سلمان د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ يو لړ تړونونه وشول.
تېره مې رياض ته د ولسمشر ټرمپ د سفر پر مهال سعودي له امريکا سره هم د لسګونه ميليارډوډالرو په ارزښت د وسلو د پېر تړون کړی و.
بل پلو په خپله سعودي کې دننه هم د پاچا سلمان د فرمانونو له مخې بدلونونه په راتلو دي، ښځې چې پخوا يې نه شوی کولی، نور ګاډي چلولی شي، او پر حکومتي رسنيو د موسيقۍ خپراوي ته هم زرغونه اشاره ورکړل شوې ده.