"پاکستان د هند او کابل ترمنځ سوداګرۍ کې د مرستې وړاندیز کړی"

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ورځپاڼه (دَ هندو) لیکي، پاکستان څه موده وړاندې هند ته وړاندیز کړی و چې د کابل او نوې ډيلۍ ترمنځ د ځمکې له لارې سوداګرۍ کې به ورسره مرسته کوي، خو دا وړاندیز د هند لخوا رد شوی دی.
ورځپاڼه دا خبره په نوي ډيلي او کابل کې د یو شمېر چارواکو له خولې کوي.
(ده هندو) لیکي، څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته تللی و او هلته یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره پر سوداګرۍ هم خبرې کړې وې.
ویل کېږي چې افغان ولسمشر په دې کتنه کې ګېله کړې وه چې پاکستان د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د ځمکې له لارې د سوداګرۍ مخه نیسي.
د دې ګيلې په ځواب کې جنرال باجوه وړاندیز کړی و چې پاکستان چمتو دی پر دې ستونزه له هندي چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي. ورځپاڼه لیکي افغان ولسمشر دا وړاندیز په کابل کې د هند د سفارت له لارې هندي چارواکو ته رسولی.
خو څو ورځې وروسته هند د پاکستاني پوځ د لوی درسیتز دا وړاندیز رد کړ او افغان چارواکو ته یې وویل چې په دې اړه له پاکستان سره خبرو ته چمتو نه دي.
ورځپاڼه د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکي چې پاکستان په صادقانه توګه نه غواړي په دې برخه کې مرسته وکړي او ځکه دوی دا وړاندیز رد کړ.
ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه
د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې له پېښور ښاره د افغانستان د کنړ ولایت د مرستیال والي د تښتول کېدو په اړه خبر راخیستي. ورځپاڼه لیکي په پیل کې څرګنده نه وه چې ایا ښاغلي محمد بني احمدي تښتول شوی او که یوازې تیلیفون یې بند دی.
خو څو ساعته وروسته په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ چارواکو او ورپسې د پېښور ښار د ځایي پولیسو چارواکو هم ومنله چې نوموړی د نامالومه کسانو لخوا تښتول شوی.
او لکه څرنګه چې تېره ورځ هم په رپوټونو کې ویل شوي وو، ښاغلی احمدي د درملنې لپاره پېښور ښار ته تللی و.
ایکسپرېس ټرېبیون لیکي دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې افغان ډېپلوماټان تښتول کېږي.
تېر کال هم د کنړ ولایت پخوانی والي فضل الله واحدي په پاکستان کې وتښتول شو او تر دوه اوونیو لادرکۍ وروسته په مردان ښار کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
او تر ټولو جدي پېښه په ۲۰۰۸ کال کې وشوه کله چې په همدې پېښور ښار کې افغان دېپلومات عبدالخالق فراهي د وسله والو لخوا وتښتول شو.
دی هغه مهال د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر نومول شوی و او تر دوه کلن بند وروسته ازاد کړی شو.
ایران ډیلي ورځپاڼه
او د ایران ډېلي ورځپاڼه لیکي، ګڼ شمېر برېتانوي شرکتونه دې ته لېواله دي چې په ایران کې پانګونه او سوداګري وکړي او غواړي چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکاري لا پراخه شي.
ورځپاڼه دا خبره په لندن کې د ایران د سفیر حمید بعیدي نژاد له قوله کړې ده.
ورځپاڼه لیکي چې د تېرې جمعې پر ورځ د بریتانیا په پارلمان کې د ایران او برېتانیا د سوداګرۍ د خونو ګډه ناسته وشوه، او د دواړه خواو پانګوالو د سوداګریزو اړیکو پر پراخېدو خبرې وکړې.
په لندن کې د ایران سفیر وایي چې په دې غونډه د کابو ۱۵۰ برېتانوي شرکتونو استازو ګډون کړی و او ډېری په دې باور وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ سوداګریزې اړیکې بې خونده دي او باید په دې برخه کې ښه والی راشي.
ورځپاڼه لیکي، برېتانوي سوداګر او پانګوال په داسې حال کې له ایران سره د اړیکو د پراخوالي خبره کوي چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د هستوي پروګرام پر سر ناندرۍ پیل کړي او ګواښ یې کړی چې له دې تړونه به لاس پر سر شي او ښایي امریکا یو ځل بیا پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګوي.



















