د ترهګرۍ ګواښ او د ماشومانو پر ذهنونو یې د اغېز سرخوږی

د ویډیو تشریح، د ترهګرۍ ګواښ او د ماشومانو پر ذهنونو یې د اغېز سرخوږی
د خپرېدو وخت

افغانستان کې د عدليې وزارت وايي د ماشومانو د سمون او روزنې مرکزونو کې له دوو سوو ډېر داسې ماشومان شته چې امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي او د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي. ځینې دغه ماشومان دومره توندلاري او سخت دریځه شوي چې د سمون مرکزونو کې یې د ښوونې او روزنې له ډېرو خواریو وروسته هم په فکر کې بدلون نه دی راغلی. نجما ځلا کابل کې له دغو ماشومانو او چارواکو سره غږېدلې ده.