"ناټو د ۲۰۱۸ په پیلېدلو سره افغانستان ته اضافي پوځیان استوي"
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک ټایمز ورځپاڼه بروکسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په هکله په یوه مطلب کې لیکي چې د امریکا په سیاست کې له بدلون او دې هوډ وروسته چې طالبانو ته به ماتې ورکوي ناټو افغانستان ته د اضافي پوځیانو د استولو پرېکړه کړې ده.
ورځپاڼه د ناټو د سرمنشي ینز سټولټنبرک له خولې لیکي چې دا پرېکړه یې په دې هدف شوې چې د افغانستان حکومت په جګړه کې په ټپه ولاړ حالت مات کړي او طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای.
نیویارک ټایمز د ناټو د یوه چارواکي له خولې وايي افغانستان ته به د اضافي پوځیانو استول د ۲۰۱۸ له پیل سره پیل شي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په بروکسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په هکله په یوه مطلب کې لیکلي: په داسې حال کې چې د اروپا او روسیې ترمنځ کړکېچ روان دی د ناټو د دفاع وزیرانو پریکړه وکړه چې له سړې جګړې وروسته د ناټو عملیات غځوي:
دا په دې مانا چې انټرنیټي عملیاتو ته به پام ډېر شي، او د کریلمن له خوا تېري ته د ځواب ویلو وړتیا لاپیاوړي کړای شي.
واشنګټن پوسټ لیکي دا ګام په داسې حال اخیستل کېږي چې له سړې جګړې وروسته په دریو لسیزو کې له روسیې سره کړکېچ تر ټولو لوړه کچه کې دی او د امریکا د دفاع وزیر جیمز میتیس د دفاع وزیرانو ته د روسیې له خوا د سرغړونو په اړه جزییات ورکړل او سره سلا شول چې په اتلانتیک سمندر کې به د روسیې پر فعالیتونو نظر ساتي.
ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې چاپیدونکې ډان ورځپاڼې د میانمار په راکاین ایالت کې له روهینګیایانو سره د چلن او تاوتریخوالي په ډاګه کولو کې د ټیکنالوجۍ د رول په اړه په یو مطلب کې لیکي: که د سټلایټ او ډرون په مټ اخیستل شوي تصویرونه نه وی نو هېڅکله به څوک پوه شوي نه وو چې راکاین کې روهینګیایان له څه ډول ویجاړو او چلن سره مخامخ شوي دي.
ورځپاڼه لیکي همدا د ټیکنالوجۍ د ډګر اسانتیاوې دي چې پر مټ یې د تاوتریخوالي ښکار روهینګیایانو په هکله غږونه، ویډیوګانې او تصویرونه پر ټولنیزو شبکو او د خبریالانو له خوا خپرېږي.
ډان لیکي همدا ډیجیټل تکنالوژي ده چې دغلته یې د اوښتو زیانونو ژوروالی په ډاګه کړ او په دې برخه کې یې مهم رول ولواوه.
ګارډین:
برتانیا کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په هندوستان کې پر ښځو د جنسي تیري په اړه په یوه مطلب کې لیکي پنځه کاله مخکې دغلته د ډله ییز جنسي تېرې یوې پښې د هندوستان ټول ولس ایښ کړ خو لا هم په دې هېواد کې ښځې ځانونه خوندي نه احساسوي.
ورځپاڼې د کاجل په نامه د یوې ښځې چې وايي ډله ییز جنسي تیری پرې شوی کیسه راخیستې.
ورځپاڼ لیکي د مدیها پردېش ایالت یوې ځوانې ښځې کاجل- چې دا یې مستعار نوم دی- پولیسو ته عریضه کړې وه چې ډله ییز جنسی تېری پرې شوی، خو برعکس پولیسو دا ونیوله او تر هغه یې وهله چې هغې خپله عریضه بیرته واخیسته.
ورځپاڼه لیکي د کاجل میړه اوس هغه پریښې ده او د هغه کس له خوا ورته ګواښ شوی چې په جنسي تیري تورن دی.
ګارډین د یوې سرچینې له خولې لیکي اوس یو ځل بیا د تېر په څیر هند کې ښځې د جنسي تیریو ښکار کېږي او په خپله د پولیس چارواکو له خوا جنسي ځورول کېږي او ګواښل کېږي چې خپل غږ پورته نه کړي.
















