زمبابوې: رابرټ موګابې کور کې نظر بند شوی
د سویلي افریقا ولسمشر جیکب زوما ویلي، زمبابوې پوځ د دغه هېواد ولسمشر رابرټ موګابې په کور کې نظر بند کړی دی.
د سویلي افریقا ولسمشرۍ ماڼۍ په خبره، ښاغلي موګابې د ټیلیفون له لارې د سویلي افریقا ولسمشر ته ویلي، چې روغ رمټ دی.
پوځیانو پلازمېنه هرارې کې د دولتي ټلویزیون ودانۍ له نیولو وروسته ویلي 'جنایتکار ' په نښه کوي.
د بي بي سي خبریال وايي، ښايي دا د ښاغلي موګابې پر ځای د هغه د لرې کړل شوي مرستیال ایمیرسون منانګاوا واک ته رسولو هڅه وي.
تېره اونۍ د ښاغلي منانګانا له ګوښه کېدو وروسته د هغه د ځای ناستې په توګه د ولسمشر موګابې د مېرمنې ګرېس نوم اخیستل کېده.
له ۱۹۸۰ کال راهیسې، چې زمبابوې له برتانیا خپلواک شو، ۹۳ کلن رابرټ موګابې دغه هېواد کې واکمن و.
مخکې د زمبابوې پوځ د ملي راډيو تلويزون وداني پخپل واک کې له اخيستو وروسته خپاره شوي پيغام کې يې ویلي و، تر ولسمشر موګابې چاپېر به د هغو کسانو مخه ونيسي چې د دوی په وینا اقتصادي او ټولنیزې چارې يې زيانمنې کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
یوه جنرال سيبوسيسو مویو له پوځي لارې د واک ترلاسه کولو یا کودتا خبره رد کړې او ویلي يې دي چې ولسمشر موګابې او کورنۍ يې خوندي ده.
ښاغلي موګابې پخپله لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې په پلازمينې هرارې کې د ډزو او چاودونو غږونه اورېدل شوي.
وړاندې سوېلي افریقا ته د زیمبابوې استازي ایزاک مویو د کودتا خبرې رد کړې چې په وینا یې دولت "سم او سالم دی".
د پوځ اعلامیه کې راغلي، د هغو کسانو پسې اخیستل غواړي چې "جرمونه یې کړي او په هېواد کې د ټولنیزې او اقتصادي ګډوډۍ لامل ګرځېدلي... مازې دغو موخو ته په رسېدو به وضعیت بېرته نورمال حالت ته ستون شي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې ۹۳ کلن ولسمشر موګابې او کورنۍ یې په خوندي ځای کې دي، خو معلومه نه ده چې ددغه پوځي ګام لارښوونه چا پرغاړه اخیستې.
د امریکا او بریتانیا سفارتونه له خپلو وګړو غوښتي چې د ځان خیال وساتي او په کورونو کې تم شي.

امرسون منانګاوا څوک دی؟
وروستي پوځي خوځښتونه د پوځي د جنرال کونستانتینو شیوینګا له هغه خبرداري وروسته پیل شول، چې ولسمشر موګابې یې خپل ۷۵ کلن مرستیال امرسون منانګاوا بې واکه کړ، لامل یې د چارواکو په خبره، واکمن ګوند ته نه ژمنتیا په ډاګه شوې ده.
رویټرز خبري اژانس ویلي، د ترلاسه شویو ګڼو استخباراتي اسنادو پربنسټ، منانګاوا په تېرو ۲۰ کلونو کې له خپلو ځمکو د زرګونو شړل شویو کروندګرو بېرته ستنولو سره د اقتصادي غوړېدا هوډ درلود، د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په څېر بنسټونو کې یې د اصلاح راوستلو هوډ درلود.
د منانګاوا لیرې کېدو هغه اوازې غښتلې کړې، چې ګني د عمر خوړلي موګابي مېرمن ګریس موګابې ښايي د خپل مېړه ځای ناستې شي.

د عکس سرچینه، EPA

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
وړاندې د زیمبابوې واکمن ګوند د پوځ مشر په "خاینانه عمل" تورن کړی و.

د عکس سرچینه، AFP
وروسته تر هغه موګابې خپل مرستیال ویوست، جنرال کنستانتینو چیونګا هغه وننګاوه او ویې ویل چې پوځ د زانو پي ایف ګوند د ننه د پاکولو لړۍ ختمولو ته چمتو دی.
ښاغلي موګابي یوه اونۍ وړاندې خپل مرستیال امرسون منانګاوا د خپل ځای ناستي پرسر د اختلاف له کبله له دندې لاس په سر کړ.

د عکس سرچینه، PA
وړاندې ښاغلی منانګاوا راتلونکی ولسمشر ګڼل کېده، خو اوس د ولسمشر مېرمن ګریس موګابې د هغه ځای نیولی دی.
د اغلې موګابې او ښاغلي منانګاوا ترمنځ سیالي په زانو پي ایف ګوند کې د څپ څپانده حالت رامنځ ته کېدو لامل شوی.




















