کندهار کې ودانيزې چارې څنګه روانې دي؟

د ویډیو تشریح، کندهار کې ودانيزې چارې څنګه روانې دي؟
د خپرېدو وخت

کندهار کې د امنيت له ښه والي سره دغه ښار کې ودانيزې چارې هم ګړندۍ شوې دي. د ښاروالۍ له نويو پلانونو سره نوي واټونه جوړ شوي، او پخواني واټونه هم لا پراخ شوي دي.

عينو مېنه، د ښار ختيځ کې د استوګنې داسې سيمه ده چې په نوي او معياري ډول جوړه شوې ده.

ښار کې دننه نوي لوی پلورنځي هم جوړ شوي دي. خو د کندهار خلکو سره دا اندېښنه هم په زياتېدو ده، چې له بې کچې او تاندې ودانيزې لېوالتيا سره د ښار تاريخي او لرغوني ځايونه له خطر سره مخامخ شوي دي.