د ګوښیوالي احساس لرې کولو هڅې

د ویډیو تشریح، د ګوښیوالي احساس لرې کولو هڅې
د خپرېدو وخت

ښارونو ته د خلکو لېږد د استوګنې اسمانڅکو ودانيو شمېر زيات کړی، او د مځکې کمښت ستونزې لپاره تر ټولو مشهورې حل لارې په توګه ورته کتل کېږي.

سينګاپور کې د وګړو شمېر چټک زياتوالي له امله ښار داسې ښکاري، لکه يو کانکرېټي ځنګل چې درېدلی وي، چې له امله يې يو شمېر اوسېدونکي هم په زياتېدونکي ډول د ګوښيتوب احساس کوي.

د چونګ فوک په څېر د سينګاپور ښاري پلان جوړوونکي زيار باسي د ټولنيز ژوند احساس جوړولو لپاره ودانيو ته نوې بڼه ورکړي.

دې راپور کې یې کيسه ګورو.