پاکستاني بانکونو کې د حساب لرونکو معلومات پلورل شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان مرکزي بانک هغو پاکستاني بانکونو ته چې د حساب لرونکو معلومات یا ډیټا یې یوه انټرنیټي برید کې غلا شوي، امر کړی چې له هېواده بهر د پېسو ورکړه ودروي.
د 'پاکستان سټیټ بانک ' یوه ویاند ویلي، تر هغو چې دغه بانکونه خپل کمپیوټري سسټم کې نیمګړتیاوې لېرې نه کړی، باید له هېواده بهر د کریډیډټ او ډیبیټ کارتونه له لارې نغدي پېسې ور نه کړی.
رپوټونه وايي، له پاکستاني بانکونو د لومړنیو معلوماتو برعکس لویه غلا شوې.
د انټرنیټي څار او خدمتونو نړیوالو شرکتونو په رپوټونو کې چې تایید شوي نه دي، ویل کېږي چې ۲۰ پاکستاني بانکونو کې د نژدې شل زره حساب لرونکو معلومات په نړیوال تور بازار کې پلورل شوي دی.
مخکې د اغېزمنو حساب لرونکو شمېر اته زره یاد شوی و. ویل کېږي د اکتوبر پر ۲۷ مه شپه د هېکرانو یوې نړیوالې ډلې د یو شمېر بانکونو له کمپیوټري سسټمه د حساب لرونکو د کارتونو شمېرې او ان کوډونه غلا کړي او په تور بازار کې یې پلورلي دي.
دا هم ویل کېږي چې دغه ډیټا تر لاسه کونکو سملاسي کارتونه کارولي او پیسې یې تر لاسه کړې دي.
رپوټونو کې ویل شوي د پاکستاني حساب لرونکو ډیټا یا معلومات ځکه ارزانه پلورل شوي، چې هېکرانو له دغو بانکي حسابونو پېسې ایستلې او وروسته یې معلومات پلورلي دي.
ویل کېږي بېلا بېلو هېوادونو کې د پاکستاني بانکونو کارتونو له استعمال وروسته بانکونو دغه کارتونه بلاک کړل، خو دا معلومه نه ده، چې تر هغه مهاله څومره پېسې غلا شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ماهرین وايي، بانکونو غلا شوې پېسې یا خو حساب لرونکو ته ورکړې یا به یې ورکړي، خو د حسابونو تړل کېدو له کبله یا د کارتونو بلاک کېدو له کبله به تر نامعلومه وخته د بانکونو حساب لرونکي له ستونزو سره مخامخ وي.


















