ناروغ ته د روباټ په وسیله د مرګ خبر

ناروغ
د عکس تشریح، د ناروغۍ په بستر پروت و چې یوې نرسې یو روباټ خونې ته وروړی دی او ده ته مخامخ د روباټ په ښيښه د روغتون ډاکټر ښکاره او دی یې خبر کړی چې نژدې ورځو کې به مړ شي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د کورنۍ د نژدې غړي له مرګ نه خپلوان خبرول اسان کار نه دی، خو د امریکا کالیفورنیا کې روغتون د روباټ د ښیښې له لارې د مرګ خبر ورکړی دی.

۷۸ کلن ارنیسټ کوینتانا د سږو ناروغۍ له امله روغتون ته لېږدول شوی و.

د ناروغۍ په بستر پروت و چې یوې نرسې یو روباټ خونې ته وروړی دی او ده ته مخامخ د روباټ په ښيښه د روغتون ډاکټر ښکاره او دی یې خبر کړی چې نژدې ورځو کې به مړ شي.

د ناروغ خپلوانو په خواله رسنیو کې د دې کار پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا یې له ناروغانو سره د چلند ښه لاره نه ده بللې.

د روغتون چارواکو له دې کاره بخښنه غوښتې چې د کورنۍ غړي یې غمجن کړي دي.

کوینتانا د پیغام له لیدو دوه ورځې وروسته ومړ.

Kabul
د عکس تشریح، د ناروغ لممۍ وايي، د خونې دروازه کې مې روباټ ولید، په ښیښه کې مې وکتل چې ډاکټر په کوم ځای کې ناست دی او موږ ته یې پیغام لري.

د نوموړي د لور ملګرې جولیان په خواله رسنیو کې د هغه روباټ انځور خپور کړی چې ډاکټر یې له لارې ناروغ له خپل مرګ نه خبر کړی و.

هغې زیاړه کړې چې ډاکټر ناروغ ته وویل: "سږي دې سا اخیستو کې مرسته نه کوي، له تاسره یوازینی غوراوی دا دی چې ارام (د مرګ انتظار) وکړې او له دې سره یې د تنفس ماشین ترې لرې کړ."

جولیان وايي، په طب کې د ټیکنالوژۍ پرمختګ ښه دی، خو باید ځینې تګلارې او اصول وي چې دا ټیکنالوژۍ په مناسب وخت او ځای کې وکارول شي.

په خواله رسنیو کې هم دې کار ته بېل غبرګونونه ښودل شوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

سام هېڼدرېکس: "د ټکنالوژي او انسانیت ترمنځ اړیکې په اړه ډېری وخت فکر کوم. څو لسیزې وړاندې ددې سناریو په اړه کېدای شي خلکو خندلي وای او دا یې د ساینس یوه افسانه بللې وه. خو اوس دا رښتیا ده."

د کوېنتانا لمسۍ وېلهارم وايي، هېڅ نه پوهیږي چې ډاکټر څوک و او له کوم ځایه یې دغه پیغام ور رسولی:

"هڅه مې وکړه چې ونه ژاړم."

نوموړې وايي، د خونې دروازه کې مې روباټ ولید، په ښیښه کې مې وکتل چې ډاکټر په کوم ځای کې ناست دی او موږ ته یې وویل: "طبي ازموینو ښودلې چې ناروغ سږي بیخي نه لري او د دې لپاره هېڅ حل لار هم نه شته."

هغې زیاړه کړې چې کله د ناروغ مېرمن روغتون ته ورغلې، هلته یې شکایت کړی چې دا ناورغ ته د مرګ خبر ورکولو سمه لار نه ده.

خو وېلهارم وايي ورته ویل شوي چې دا د روغتون تګلاره ده چې ناروغ له خپل حاله خبر کړي.