د مشهور هندي رستورانت څښتن په عمري بند محکوم شوی

ډوسا
د خپرېدو وخت

د هند سترې محکمې د نړیوال مهشور هندي رستورانت ساراوانا بهون د څښتن عمر زندان سزا پر ځای ساتلې. ۷۱ کلن پي راجا ګوپال ته له دې کبله دغه سزا ورکړل شوې وه، چې د خپل یوه نوکر له ښځې سره یې د واده کولو په هدف د هغه د وژنې امر کړی و.

۲۰۰۹ کال کې یوې ځايي محکمې راجا ګوپال او پنځه نور کسان دغه قضیه کې په عمري زندان سزا محکوم کړي وو او ستره محکمه کې د دغې پرېکړې لپاره استناف غوښتنه شوې وه.

ساراوانا بهون چې د دودیزو هندي خوړو 'ډوسا ' لپاره مشهور دی، د نړۍ لر او بر کې ۸۰ څانګې لري او د کارکوونکو شمېر یې زرګونو ته رسېږي.

۲۰۱۴ کال کې د نیویارک ټایمز یوه رپوټ کې ویل شوي وو، چې راجا ګوپال د یوه منجم یا طالع کتونکي له مشورې وروسته غوښتل خپل کارکوونکي ووژني او له مېرمنې سره یې واده وکړي.

۲۰۰۱ کال کې د کارکوونکي ښځې د مېړه له تري تم کېدو وروسته پولیس خبر کړل او پولیسو یوه ځنګله کې د نوموړي مړی وموند، چې په وینا یې زندۍ شوی و.

۲۰۰۳ کال کې داسې رپوټونه خپاره شول چې دغه رستورانت څښتن د وژل شوي کارکوونکي ته د بډو ورکولو هڅه کړې او د هغې پر ورور د برید له لارې غوښتل کورنۍ یې وډار کړي.

۲۰۰۴ کال کې یوې ځايي محکمې نوموړي ته ۱۰ کلنه زندان سزا ورکړه، خو وروسته چنای ښار کې مدراس عالي محکمې د نوموړي سزا په عمري زندان بدله کړه. د نوموړي استناف غوښتنې دوسیې څېړنې پر مهال سترې محکمې د درملنې لپاره د نوموړي ضمانت ومانه چې هغه ۱۱ میاشتې زندان کې تېرې کړې وې، خو د نوې پرېکړې له مخې به نوموړی بېرته زندان ته ستنېږي.