اکرېم امام اوګلو: اردګان د ماتې منلو پر ځای پلمې کوي

د ویډیو تشریح، اکرېم امام اوګلو: اردګان د ماتې منلو پر ځای پلمې کوي
د خپرېدو وخت

په ترکیه کې هغه مخالف سیاستوال چې د استانبول ښاروالۍ ټاکنې یې ګټلې دي د دغه هېواد واکمن ګوند هغه بایلونکی بللی دی چې ماتې نشي زغملی .په ترکیه کې حکومت له هغه وروسته د ځايي ټاکنو د رایو بیا شمېرولو امر کړی دی چې په انقره او انستانبول کې یې ماته وخوړه. د سي اېچ پي ګوند کاندید، اکرېم امام اوګلو په استانبول کې له لومړنیو پایلو وروسته د بریا ادعا کړې ده. پایلې دی په ۲۵ زرو رایو مخکې ښيي خو واکمن اې کې ګوند دا پرېکړه ننګولې ده. وايي ناسمې رایې شمېرل شوې دي.