پاکستان: د نشه کوونکو شمېر له شپږ نیم میلیونو اوړي
د خپرېدو وخت
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو اداره يو ان او ډي سي د ارزونو له مخې پاکستان کې د نشيي توکو کاروونکو شمېر له شپږ نيم ميليونو اوړي. له څلور ميليونو زيات یې نشيان بلل شوي، چې نړۍ کې د بل هر هېواد پرتله تر ټولو لوړ شمېر بلل کېږي. ګڼ شمېر نشيان یې کراچۍ کې دي، چې د دوی ترمنځ يې يو شمېر پښتانه هم دي. ازاد خبريال عرفان خټک پرې راپور لري، چې ځينې برخې یې ښايي خواشينوونکې وي.