مرکزي لندن کې به زاړه موټرې د هوا ککړولو پیسې ورکوي

ULEZ sign
د عکس تشریح، هر هغه موټر چې له قانون سره برابر نه دی د لندن دغې ټاکل شوې سیمې ته له ننوتو سره، د ګڼه ګوڼې د تحویلۍ ترڅنګ ۱۲.۵ پونډه نور تحویلوي، دا که هر وخت وي.
د خپرېدو وخت

د برتانیا پلازمېنه لندن کې سر له نن د Ultra Low Emission Zone (ULEZ) یعنې 'بلکل د لږو ګازاتو تولید ساحې' کې د یو شمېر موټرانو پر ګرځېدو حق العبور وضع شو.

وروسته له دې به د لندن ښار په مرکزي زون کې چې تر دې پخوا یې د Congestion Charge 'ګڼه ګوڼې' په نامه هم د اوونۍ پنځه ورځې له ګاډو پیسې اخیستې، د هغو زړو موټرانو څښتنان پیسې ورکوي چې موټر یې ککړ ګاز تولیدوي.

په لندن کې دغو سیمو ته له ورنژدې کېدو سره چې د موټر په وردننه کېدو یې کمرې عکس اخلي او پیسې پرې چارجوي، په ډېرو لېرو سیمو کې معلوماتي لوحې شته چې موټرچلوونکي پرې خبروي.

Map: London ULEZ zones

د لندن ټرانسپورت اداره تمه لري چې له دې سره به د هغو موټرانو شمېر کم شي چې هوا ککړوي، او شمېر یې شاوخوا ۴۰ زره دی.

د لندن ښاروال صادق خان وویل، مهمه ده چې د پلازمېنې له زهري هوا سره مبارزه کې پرمختګ وکړو.

خو د کوچنیو کاروبارونو فدراسیون بیا اندېښنه څرګنده کړې او وايي له دې لګښت سره به ځینې واړه کاروباریان اغېزمن شي.

هر هغه موټر چې له قانون سره برابر نه دی د لندن دغې ټاکل شوې سیمې ته له ننوتو سره، د ګڼه ګوڼې د تحویلۍ ترڅنګ ۱۲.۵ پونډه نور تحویلوي، دا که هر وخت وي.

Polluted London
د عکس تشریح، د لندن ککړه هوا کله نا کله د روغتیا د نړیوال سازمان له ټاکلې کچې لوړېږي.

په داسې حال کې چې د ګڼه ګوڼې حق العبور یوازې له دوشنبې تر جمعې او د سهار له اوو د ماښام تر شپږو بجو پورې دی.

که څوک له دغې تحویلۍ سرغړونه وکړي ۱۶۰ پونډه جریمه کېږي، خو لومړی ځل کېدی شي یوازې اخطار ورکړل شي.