له لومړي وزیر عمران خان سره مرکه
د خپرېدو وخت
د هند د ټاکنو په درشل کې، د پاکستان لومړي وزیر بي بي سي ته ويلي چمتو دی چې له انتخاباتو وروسته له دغه ګاونډي سره د سولې په تړاو خبرې وکړي. عمران خان ټینګار کړی دی چې هېواد یې د هغو توندلارو ډولو ځپل پیل کړي دي چې په کشمیر کې یې په تاوتریخوالي کې لاس درلود. دی ادعا کوي چې د پاکستان پوځ یې د تګلارو پوره ملاتړ کوي. پاکستاني لومړي وزیر د بي بي سي د نړیوال چارو له مدیر جان سېمسن سره خبرې کولې.