د امریکا په یوه اصلاحي مرکز کې 'لسګونه پټ قبرونه' موندل شوي

امریکا
د عکس تشریح، یو تن ویلي که د دې مرکز ټولې برخې وپلټل شي، کېدای شي د "۲۰۰-۳۰۰" کسانو جسدونه وموندل شي.
د خپرېدو وخت

د امریکا په فلوریډا ایالت کې هغه کارکوونکي چې یوه اصلاحي مرکز 'دارالتادیب' ته څېرمه په کار بوخت وو وايي، لسګونه پټ قبرونه یې موندلي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه مرکز شاوخوا کارګران د سیمې پاکولو لپاره ګمارل شوي وو چې هلته یې دا قبرونه موندلي دي.

دا روزنییز مرکز چې شاوخوا ۱۱۱ کاله پخوا جوړ شوی، هغه ځوانان پکې ساتل کېږي چې د قتل په ګډون په ځینو جرمونو تورن پېژندل شوي.

په ۲۰۱۱ کال کې دا مرکز بند شو.

ویل کېږي په دې مرکز کې ۲۷ پټ قبرونه موندل شوي، که دا تایید شي هلته د ښخو شویو کسانو شمېر ۸۲ ته رسیږي. یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې په دې دارالتادیب کې د مړو شویو شمېر له سلو کسانو لوړیږي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ددې کسانو ښخېدنه ښيي چې دوی په نارسمي او په مخفي ډول ښخ شوي دي.

د فلوریډا مشر په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې.

شل کاله وړاندې په دې روزنیز مرکز کې یو شمېر کسانو ادعا کړې وه چې زور زیاتی ورسره شوی و.

یو تن ویلي که د دې مرکز ټولې برخې وپلټل شي، کېدای شي د "۲۰۰-۳۰۰" کسانو جسدونه وموندل شي.