یوه کمیابه مرغه امریکا کې خپل څښتن وواژه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا فلوریډا ایالت کې یوه کمیابه مرغه 'اوښ مرغه' پر خپل ۷۵ کلن څښتن برید کړی او وژلی یې دی.
پېښه د دغه ایالت شمالي الاتچوا په سوېلي سیمه کې شوې ده.
د سیمې پولیسو بي بي سي ته ویلي، د جمعې په ورځ د یاد سړي کور ته پولیس ورغوښتل شوي وو، کله چې ورغلل، مرغه سړی سخت ټپي کړی و او پروت و.
د مارفین هاجوس په نامه دا سړی روغتون ته لېږدول شوی خو هلته یې د سختو ټپونو له کبله سا ورکړې ده.
پولیسو د پېښې په اړه پلټنه پیل کړې ده، خو وايي لومړني معلومات ښيي چې دا پېښه یوه غمجنه حادثه ده.
د پولیسو مرستیال مشر جیف ټایلر یوې ورځپاڼې ته ویلي: "له کیسې ښکاري چې دا سړی مرغه ته نژدې شوی، پښه یې ښویېدلې او پر ځمکه لوېدلې او بیا اوښ مرغه برید پرې کړی."
د هاجوس په کور کې موجودې ښځې، چې ځان یې د هغه شریکه بللې ده، ویلي ''هغه له کمیابه حیواناتو او مرغانو سره ډېره مینه لرله.''
مارفین هاجوس د لاما په څېر ډېر کمیابه مرغان له لسیزو راهیسې لرل او ساتل.
پولیس وايي، هغه مرغه چې خپل څښتن یې وژلی، لاهم د قرباني شوي سړي په کور کې دی.



















