لیبیا کې د جګړې اور نه دی سوړ شوی
د خپرېدو وخت
د لیبیا په طرابلس کې، دغه تېره شنبه او یکشنبه کور په کور نښتې وشوې. نښتې د لیبیا حکومتي ځواکونو او هغو وسله والو ترمنځ شوې چې قومندان خلیفه حفتر ته وفادار دي. د حفتر د لیبیا ملي پوځ چې د لیبیا په ختیځ کې د ادارې سیال دی، درې اوونۍ وړاندې پر طرابلس بریدونه پیل کړل خو و یې نشوی کولی چې د ښار جنوب ته ورسېږي. د بي بي سي د عربي څانګې یو همکار مو د جنګ له سیمې دا رپوټ راکوي.