لید لوری: وژل شوې مور ته مې د انصاف موندلو لپاره زما مبارزه

دافهین کاریونا ګالیزیا د فساد په تړاو بوږنونکي رپوټونه خپاره کړل.
د عکس تشریح، دافهین کاریونا ګالیزیا د فساد په تړاو بوږنونکي رپوټونه خپاره کړل.
    • Author, ماتهیو کاریوانا ګالیز
    • دنده, د رسنیو خپلواکي ورځې په مناسبت
  • د خپرېدو وخت

له هرو څو میاشتو وروسته زه له هغه کس سره یو ځل په یوه خونه کې کېنم چې زما د مور وژل کېدو په تړاو پوښتنې ګروېږنې کوي. دغه سړی زموږ کورنۍ لومړی ځل شپږ کاله مخکې ولید چې زما د مور نیولو لپاره کورته راغی.

مور مې د ټاکنو پر ورځ د لومړي وزارت څوکۍ لپاره د یوه ولاړ کاندید په اړه طنزیه بلاګ لیکنه کړې وه او د هغه یوه پلوي یې پر ضد پولیسو ته شکایت کړی و او ځکه نو یو جاسوس په نیمه شپه کې د هغې نیولو له رسمي امر سره کور ته را استول شوی و.

د هغې جرم ته یوازې د 'یوه غیر قانوني نظر ' نوم ورکړل شوی و.

زه د نړۍ بل ګوټ کې وم، یوه نیمه بجه وه چې خلکو یې د خوشي کېدو صحنې ویډیويي کلیپونه راولېږل. زما د پلار کمیس یې اغوستی و.

څو ساعته وروسته بېرته انټرنېټ ته ناسته وه او د طنز په ژبه یې د دغه سپکاوي او د خپلې ظاهرې بڼې او لومړي وزیر د نه خوندیتوب حال لیکه.

''زه د ګډوډۍ لپاره بښنه غواړم، خو کله چې وژونکې ډله د شپې پر کور درشي، د وېښتو ږمنځول، د پاوډرو او بلشر را ایستل او د مناسبو کالیو موندل داسې څه دي چې له ذهنه مو ووځي. '

اوس هماغه جاسوس چې زما د مور نیولو امر ورکړل شوی و، د هغې وژنې پېښې تحقیق مسوولیت لري.

پر هغه ورځ چې مور مې دافهین کاریوانا ګالیزیا وژل کېده، د خپل هغه بانکي حساب کنترول تر لاسه کولو ته تللې وه، چې د یوه حکومتي وزیر په غوښتنه کنګل شوی و.

ماتهیو د ماشومتوب پر مهال له خپلې مور سره
د عکس تشریح، ماتهیو د ماشومتوب پر مهال له خپلې مور سره

دا په همدې ورځو کې ۵۳ کلنه شوې وه او د ۳۰ کلنې ژورنالیستکې دندې اوج ته رسېدلې وه. د موټر تر څوکۍ لاندې یې نیمه کیلو ګرام باروت د ریموټ کنټرول په وسیله چاودیدلي وو.

د حکومت پلویانو یې پر وژنه برالا خوښي څرګندوله او ما ته یې د ترک - ارمینايي ورځپاڼې مدیر هرانت دینک وژنه رایاد کړه.

ځینو دا هم ویل چې دا وژنه ما خپله طرحه کړې وه یا دا چې مور په خوښۍ سره خپل ژوند واخیست او دې سره بیا د امریکايي خبریال جیمز فولي کیسه رایاده شوه چې سوریه کې له تښتول کېدو وروسته ووژل شو.

Presentational grey line
  • د ۲۰۱۷ کال اکتوبر کې مالټا کې څېړنیزه خبریاله دافهین کاریوانا ګالیزیا په موټر بم چاودنه کې ووژل شوه.
  • لومړي وزیر جوزف موسکات دا (وحشیانه) وژنه وبلله.
  • د وژل شوې خبریالې کورنۍ مالټا چارواکو ته په وروستیو مراسمو کې د ګډون له اجازې ورکولو انکار وکړ.
  • د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې درې کسان نیول شوي وو او چارواکو د هغه شک پر بنسټ ترې پوښتنې ګروېږنې وکړې چې ښايي دوی د وژونکو په توګا کارول شوي وي.
  • د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د مالټا حکومت له لوري ټاکل شوي څېړونکي پلاوي د هېواد لومړی وزیر او د هغه مېرمن د فساد له هغو تورونو پاک وبلل چې خبریالې دافهین کاریوانا ګالیزیا پرې پورې کړي وو.
  • د ۲۰۱۸ کال اګست کې د دافهین کاریوانا ګالیزیا کورنۍ د یوې برالا څېړنې غوښتنه وکړه چې معلومه شي ایا مالټا د هغې وژل کېدو مخه نیولای شوای.
Presentational grey line

دا وژنه ولې دومره مهمه بلل کېږي؟

هغه مهال چې موږ لا هم د ویر پر ټغر ناست وو، ورور مې د اروپايي دیپلوماتانو یوه پلاوي ته وویل:

''د افکارو او نظرونو خپلواکه اظهار داسې ټولنې رامنځته کوي چې زیات شفافیت او ازادي پکې وي. داسې ټولنې چې ډېره شتمني لري، چې د بیا رغېدنې ډېره وړتیا لري، په بله معنا داسې ټولنې چې باید ژوند پکې وشي. ''

د مور له وژل کېدو وروسته زموږ ژوند کې یوازینۍ رڼا هغه پرلپسې ملاتړ و چې تر لاسه کاوه مو. بېلا بېلو خلکو خواخوږي، پښېماني او غم راسره څرګنداوه.

له همدې کبله مې غم یو څه سپک شو، د یوه دوست خبره رایاده شوه:

''ښه خلک هر ځای شته، باید پسې وګرځې. ''

د نړۍ هر انسان غواړي داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې قانون پکې د ټولو لپاره یو ډول وي، ازادي وي، بندیزونه نه وي او بشري حقونو ته درناوی پکې کېږي، خو د نورو ټولو هیلو په څېر دا یوه هم کله تودیږي او سړیږي.

معمولاً مو ډېر ناوخته پام اوړي چې ځینې بد انسانان لکه د ناروغیو په څېر چې تل له انسانانو سره وي، کنټرول تر لاسه کړی دی.

ما، وروڼو مې او پلار مې د مور وژل کېدو له پېښې وروسته یو لوی هدف ټاکلی او هغه دا چې باید د دې وژنې تحقیق شفاف وشي، باید په دې څېړنه کې انصاف وشي او بیا دغسې بله پېښه و نه شي.

د نورو کارونو لپاره اوس وخت لږ دی.

ماتهیو (کیڼ اړخ ته) له خپل ورور پاول سره یو ځای د مور له لوري د انصاف لپاره کمپاین کوي.
د عکس تشریح، ماتهیو (کیڼ اړخ ته) له خپل ورور پاول سره یو ځای د مور له لوري د انصاف لپاره کمپاین کوي.

موږ په کور کې کله نا کله په دې اړه غږیږو چې موږ د نورو بې کفایتۍ او بې تفاوتۍ ته څومره لږ زغم لرو او په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې د واک پر ګدۍ ناست دي.

موږ ته ګرانه ده چې د دوی پر ناوړه نظر او لټۍ نیوکې ونکړو. د ترکیې څېړنیز خبریال یوګور مومسو ماشومانو راته وویل په یوه موټر بم چاودنه کې یې د پلار له وژل کېدو وروسته د پولیسو مشر بښنه غوښتې وه:

''موږ هیڅ نه شو کولای، دېوال ته مخامخ یوه. ''

د مومسو کونډې ځواب ورکړی و:

''خو یوه خښته لرې کړئ، بیا بله او تر هغو چې ټول دیوال راپرېوزي. ''

او زموږ د مور له وژل کېدو وروسته موږ کټ مټ همداسې کوو. لومړي سر کې زموږ لارښود اصول دا و چې هر څه کېږي، خپل ټول زیار او زحمت به کوو. اوس فکر کوم د هدف په څېر دا بهیر هم مهم دی.

موږ دولت اړباسو چې له عدل او انصاف سره خپل مسوولیت تر سره کړي او دې سره موږ د نظر ازادانه اظهار د درناوي په موخه ټولنیز بدلون لپاره فشار راولو.

موږ په دې بهیر کې هغه نور کسان هم له ځان سره ملګري کوو چې پر 'خپلواکۍ ' د بندیز وبا خلاف مبارزه کوي او نړۍ ته د بشري حقونو لپاره نوی درناوی ورزده کوي.

په مالټا کې د خبریالې دافهین کاریوانا ګالیزیا له وژل کېدو وروسته د انصاف غوښتونکو مظاهره
د عکس تشریح، په مالټا کې د خبریالې دافهین کاریوانا ګالیزیا له وژل کېدو وروسته د انصاف غوښتونکو مظاهره

۲۰۱۷کال کې د مالدیپ لیکوال یامین راشد په چاکو له وژل کېدو پنځه ورځې مخکې راته وویل:

'خپلواکي د وجدان له ازادۍ سره پیلېږي. د ذهن له بنسټیزې خپلواکۍ پرته له نورو ازادیو سره څه کولای شو؟ ''

زما د مور وژنې په څېر د هغه وژنه هم ثابتوي چې زموږ په هېوادونو کې د دغو ازادیو لپاره هیڅ درناوی نه شته.

دا یوازې موږ نه یو، د خپلواکۍ لپاره دا جګړه یوازې د وژل شویو یا زنداني شویو ژورنالیستانو کورنیو، ملګرو او دوستانو ته نه پاتې کېږي، بلکې سره له دې چې دا دروند مسوولیت زموږ پر اوږو دی، اړتیا دا ده چې ښه خلک زموږ ملګري شي.

Presentational grey line

د رسنیو د خپلواکۍ ورځ

ملګرو ملتونو ۱۹۹۳ کال کې د رسنیو خپلواکي ورځ اعلان کړه او له هغه راهیسې هر کال د می میاشتې پر درېیمه نېټه لمانځل کېږي. د ۲۰۱۹ کال لپاره دغه ورځ د 'ژورنالیزم او ټاکنې د ناسمو اطلاعاتو وختونو کې ' تر عنوان لاندې لمانځل کېږي.

د دغې ورځې لمانځنې هدف په نړۍ کې د رسنیو خپلواکۍ حالت ارزونه او هغو خبریالانو ته درناوی وړاندې کول دي چې د دندې پر مهال یې ژوند بایلود.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په وینا تېر کال ۹۵ خبریالان په بمي چاودنو، هدفي وژنو او متقابلو ډزو کې ووژل شول.

Presentational grey line

زه پوهېږم موږ کې نور هم شته. سعودي خبریال جمال خاشقجي مو هم یاد دی چې د هر ځای خلکو ورسره مینه څرګنده کړه.

زما د مور په ګډون دې وژنو کې داسې خورا لږ نښې نښانې لیدل کېږي چې ګواکې حکومتونه د مسوولو کسانو سزا لپاره ډېرې هلې ځلې کوي.

سعودی خبریال جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې ووژل شو.
د عکس تشریح، سعودی خبریال جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې ووژل شو.

ځکه موږ د لومړۍ خښتې له لرې کولو سره پيل کړی. له مالټا چارواکو مو غوښتي داسې یوه عامه څېړنه وکړي چې د خپلې یوې مهمې خبریالې وژنې مخنیوي کې ترې کوم ځای کې تېروتنه شوې.

له دې وروسته به د دویمې خښتې پر لور حرکت کوو. زه هره ورځ ارمان کوم چې مور مې د خپل هېواد په استازیتوب دا قرباني نه وای ورکړې او موږ هغه ژوندۍ لیدلې وای، خو هغسې چې ازرۍ خبریاله خدیجه اسماعیلوا ویلي:

''که موږ رښتیا ورسره مینه کوو، موږ باید هغو سره لکه څنګه چې دوی دي، همداسې مینه ورسره وکړو او دافهین همداسې وه، یوه جنګیالۍ یوه اتله ''

د یادونې ده چې مېرمن اسماعیلوا خپله هم زنداني شوې او د بشري حقونو سازمانونو زندان ته د هغې لېږل 'ظالمانه ' چاره بللې.

هغه څه چې مور به مې هيڅکله ترې خبره نه شي دا دي چې له وژل کېدو وروسته یې ډېرو د اتلولۍ لپاره ترې الهام اخیستی او زه غواړم له دې حرکتونو د دې لپاره مننه وکړم چې له یوې یا بلې لارې یې ډېر نور زړور خبریالان زما د مور پر برخلیک له اخته کېدو ژغورلي دي.

Presentational grey line

د دغې لیکنې په اړه: ماتهیو کاریوانا ګالیزیا څېړنیز خبریال او د خبریالې دافهین کاریوانا ګالیزیا زوی دی چې د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې ووژل شوه. پر ټویټر یې دلته فالو کولای شئ.

Presentational grey line