د ورګو څپې فرانسوي پولیس تېښتې ته اړ کړي

ویل کېږي له ځینو پولیسو سره دا ورګې د هغوی کورونو ته لېږدېدلې او ان د دوی د کورنیو د غړو په جامو کې هم موندل شوې دي.
د عکس تشریح، ویل کېږي له ځینو پولیسو سره دا ورګې د هغوی کورونو ته لېږدېدلې او ان د دوی د کورنیو د غړو په جامو کې هم موندل شوې دي.
د خپرېدو وخت

د ورګو 'کېک' څپو فرانسوي چارواکي د پلازمېنې پاریس په شمال ختیځ کې د پولیسو د مرکز یوې برخې بندولو ته اړایستلي دي.

هغه ودانۍ تړل شوې ده چې ورګې پکې راڅرګندې شوې. دا ودانۍ نولسمه پېړۍ کې جوړه شوې او اوس د عامو خلکو پر مخ بنده ده.

پولیسو په بش‍پړ ډول د دې ودانۍ د تړل کېدو په اړه شکایت کې. د ورګو د ورکولو لپاره حشره وژونکي مواد کارول شوي.

د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، د ورګو دا څپې ددې لامل شوې چې یاده ودانۍ او پکې روان کارونه تر څو ورځو وځنډېږي.

په پام کې ده چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د یادې سیمې وکیلان دا قضیه د کورنیو چارو له وزیر سره هم شریکه کړي.

د فرانسې خبري اژانس بي ایف ایم تي وي ویلي، د پولیسو مرکز کې افسرانو دا ورګې د زندان په خونو کې د بندیانو له لارې پېژندلې دي.

دوی وايي دا ورګې درې اونۍ مخکې راڅرګندې شوې وې، خو په سمه توګه هغه مهال نه دي ورکې شوې.‌

ویل کېږي له ځینو پولیسو سره دا ورګې د هغوی کورونو ته لېږدېدلې او ان د دوی د کورنیو د غړو په جامو کې هم موندل شوې دي.

.

په ۲۰۱۴ کال قبرص کې د حکومتي رادیې خپرونې هم د ورګو له کبله وځنډول شوې.

دا ورګې د پیشوګانو له لارې د رادیو ودانۍ ته لېږدول شوې وې.

یوه خبریال ویلي وو، د رادیو ودانۍ ته سلګونه پیشوګانې ننوتلې او ان د یوه خبریال پر سر له چته پیشو رالوېدلې ده.