ورځپاڼې: پاکستان باید د ترهګرۍ د ملاتړ له توره ځان خلاص کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د یوې حکومتي سرچینې په حواله لیکلي، پاکستان ته اړتیا ده چې په راتلونکو څو اونیو کې پرله پسې دیپلوماټیک کوښښ وکړي، ملاتړ او رایې تر لاسه کړي چې د مالي اقدام کارې ډلې یا ایف اې ټي ایف له خړ لېسته ځان وباسي. دا ډله د ترهګرۍ د مالي ملاتړ پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړه شوې ده.
ورځپاڼه لیکي، یوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي ورته ویلي چې د ایف اې ټي ایف دا غونډه چې د راتلونکې میاشتې په نیمايي کې په فلوریډا کې جوړیږي د پاکستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده چې له خړ لسته ځان وباسي او په پایله کې په تور لست کې له شاملیدو هم وژغورل شي.
ایف اې ټي ایف کاري ډلې دوه میاشتې وړاندې ویلي، پاکستان له ترهګرو سره د مالي مرستو مخنیوي لړ کې 'لږ پرمختګ' کړی، خو په وینا یې دغه هېواد کې لا هم د القاعده او اسلامي دولت نومې ډلې له لوري احتمالي خطرونه نه دي درک کړي.
برتانوۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز لیکلي فرانسه راتلونکې میاشت یوه نوي دیموکراټیک پړاو ته ننوځې، د ورځپاڼې اشاره د فرانسې د حکومت هغه ګام ته ده چې د خلکو له منځه یو نیم سل تنه غوره شوي او دنده یې داده چې د چاپيریال ساتنې په برخه کې د فرانسې کړنلارې ته کتنه وکړي او سمون په کې راولي.
ورځپاڼه لیکي ددې ډلې دنده به هغو مسالو ته پلانونه جوړول وي چې د چاپيریال ساتنې او د ځمکې د تودوخې لوړېدو په برخه کې یې ولسمشر ماکرون په نظر کې لري او غواړي ټول پوښتنې ته یې وړاندې کړي او یا د پارلمان له لارې قانوني بڼه ورکړي.
سنډې ټایمز لیکي دا ډله چې د چاپيریال لپاره د خلکو تړون نوم ورکړل شوی د دې لپاره رامنځته شوې چې په فرانسه کې د وروستیو پراخو اعتراضونو ځواب وویل شي چې د بیو د لوړوالي او چاپيریال ساتنې په برخه کې یې ځانګړې غوښتنې لرلې، خو دا تړون د سنډې ټایمز په وینا په یو ډول د پارلمان له پامه غورځول هم دي او دا چاره ښايي د ولسمشر ماکرون لپاره له خطره خالي هم نه وي.
د امریکایۍ ورځپاڼې نیویازک ټایمز په یوه مقاله کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودې تیرې دورې ته کتنه شوې، ددې مطلب هندي لیکوال تر ډېره په اقتصادي برخه کې د نریندرا مودې کړنې او لاسته راوړې ستایلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي مودي اوس هغه مودی نه دی چې نړیوالو رسنیو به یې په اړه لیکنې خپرولې او دی به یې یو کیڼ اړخی سخت دریځی نشنلېست باله.
د لیکوال په نظر ښايي داسې به شوي وي چې په ټاکنو کې دده منډو ترړو هندوان چې اکثریت دي د مسلمانانو پرضد چې لږکي دي پارولي وي، خو په اقتصادي برخه کې ده داسې میراث پریښی چې د امکان تر حده یې یو هندی مشر پرېښودلی شي.
برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډېنټ په رسنیو کې د هند د لومړي وزیر هغه انځور په غبرګون کې نیوکو ته کتنه کړې چې نوموړی پکې د همالیا د غرونو په یوه سوري کې د مراقبت په حال کې ناست ښکاري.
ده د هندو مذهب له مخې نارنجی رنګی څادر په اوږو اچولی او ارام ناست دی.
ورځپاڼه لیکي مودي په دې کار سره هڅه کړې د خپلو مذهبي پلویانو خواخوږي تر لاسه کړي.
خو ورځپاڼه لیکي ځینو غار ته د مودي تګ او هلته ناسته یو ډول په شاتګ بللی.
په همدې لړ کې هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې هغه سوری چې نریندرا ورغلی و، په نژدې زر هندۍ کلدارو کرایه کیږي او د هوټل د یوې خونې په څېر دی، ځکه خواړه، ټیلیفون او مرستې لپاره یو زنګ هم شته چې که اړتیا وي لکه په هوټل کې د زنګ په وهلو یو کس راځي او د مېشت کس خدمت کوي.



















