د لادرکه نجلۍ لټون لپاره یو لک پونډه مرسته ټوله شوې

د عکس سرچینه، QUOIRIN FAMILY/LBT
د هغې نجلۍ کورنۍ ته څه باندې ۱۰۰ زره پونډه پیسې راټولې شوې چې په مالیزیا کې د رخصتیو تېرولو پر مهال ورکه شوې.
پنځلس کلنه نورا کورين د اګست په څلورمه تفریح ځای کې له خپلې کورنۍ ورکه شوه.
د هغې په خاطر د بسپڼو راټولولو دغه کمپاین کې ۳۵۰ کسانو ونډه اخیستې.
په داسې حال کې چې د هغې د پلټنې هڅې روانې دي په دوو ځایونو کې د هغې لپاره د بسپنو راټولول دوام لري.
پولیس له دغې قضيې سره داسې چلند کوي چې ګواکې هغه ورکه شوې، خو د نورا کورنۍ فکر کوي چې هغه تښتول شوې.
د برتانیې د جرمونو ملي اداره او ښاري پولیس هم له آیرلنډي پولیسو سره یو ځای په دغه عملیاتو کې د مالیزیايي چارواکو ملاتړ کوي.
د پلټنې ډلې په یونیم ميله شاوخوا سیمه کې تيت دي او ځايي خلک هم ورسره پلټنه کې مرسته کوي.
د پلټنې د ډلې کارکوونکو د سیمې یوه ځنګل کې شرایط سخت بللي او وايي هوا ډېره ګرمه ده.

د عکس سرچینه، AFP
د نورا ترور څو ورځې وړاندې په خواله رسنیو یو ویډیويي پیغام خپور کړې او په ژړغوني غږ یې له خلکو وغوښتل چې بېرته کورته د نورا ستنولو کې دې ورسره مرسته وکړي.
راټولې شوې پیسې د نورا د ترور لخوا جوړې شوې پاڼې ته ورټولې شوې او د هغې تره چې د یورو د راټولولو لپاره کومه پاڼه جوړه کړې ۱۴۰۰۰ یورو ورته راټولې شوې دي.
په داسې حال کې چې د پلټنې عملیات روان وي په دغو پیسو به د هغې د کورنۍ لګښتونه پوره شي.

د عکس سرچینه، AFP
دا کورنۍ ایرلنډي - فرانسوي توکم لري چې له ۲۰ کلونو راهیسې په لندن کې اوسېدل او د اګست په درېیمه د مالیزیا نیګري سيمبيلن ایالت ته په چکر تللي و.
نورا چې مور يې د بلفاسټ ده د شپې په داسې حال کې له خپلې کوټې ورکه شوې چې د کوټې کړکۍ يې پرانستې وه.
هغه چې ذهني کمزوري هم لري کورنۍ یې وايي چې په یوازې سر هېڅ ځای ته نشوه تللی.


















