ورځپاڼې: هند د طالبانو پرضد د پخوانۍ شمالي ټلوالې مالي او پوځي مرسته کوله

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ورځپاڼې دې هندو په تاجکستان کې د هند د پخواني سفیر 'بهارت راج ماتهو کمار' له قوله د هغو پوځي او غیر پوځي مرستو په اړه تفصیل خپور کړی چې هند د طالبانو خلاف د احمد شاه مسعود په مشرۍ شمالي ټلوالې سره کولی.
نوموړي ویلي، دا مرستې یوه اونۍ وروسته له هغه پیل شوې چې طالبانو کابل ونیوه او پخوانی ولسمشر نجیب الله یې وواژه.
دې هندو د هند د دې پخواني سفیر له قوله لیکي چې حکومت یې پوښتنه وکړه چې له دې ډلې سره مرسته د هند لپاره څه ګټه لري؟ ده ورته په ځواب کې ویلي احمد شاه له داسې چا سره جګړه کوي چې هند یې باید ورسره وکړي ځکه کله چې له طالبانو سره جګړه کوي نو له پاکستان سره جګړه کوي.
ماتهو کومار وايي، په پيل کې غوښتنې هند ته ډېرې ښکاره شوې او یوازې د غوښتل شویو توکو په ډېره وړه برخه د هند حکومت موافقه وکړه، خو دی وايي، ما په ځواب کې ولیکل چې دا مرستې احمد شاه مسعود ډله د مرګ او ژوند ترمنځ پریږدي او د رغېدو لپاره کافي نه ده، خو وروسته هوکړه وشوه چې درنه وسله خو نه شي ورکولی خو سپکه وسله، پیسې، طبي مرستې، خواړه او جامې ورکولی شي.
هغه ویلي، احمد شاه مسعود ته هغو کلاشینکوفونه هم ورکړل شوی چې هندي سرتېرو په کشمیر له کشمیري وسله والو نیولي و.
د هند سفیر وايي، د تاجکستان له لارې شمالي ټلوالي ته رسول کېدلې او پيسې یې د احمد شاه مسعود ورور احمد ولي مسعود له لارې چې په لندن کې و هغوی ته ورکول کيدلی. دی وايي، د ټپيان درملنه همد هند په مرسته په تاجکستان کې کیدله او ځینې ټپيان هندوستان ته لېږودل کیدل.
د ده په وینا یوازې طبي مرستې د اوه نیم میلیونه ډالرو په ارزښت شمالي ټلوالې ته ورکړل شوي دي.
ګارډین
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین لیکلي، اسرائیل د ایران او امریکا په شخړه کې په ګډون سره له خطر سره مخامخ کېږي.
په منځني ختیځ کې د روانو شخړو او په کې د اسرائيل ګډون ته په اشارې سره د دې ورځپاڼې یو مطلب کې لیکل شوي چې واقعیت دا دی چې په منځني ختیځ کې وضعیت د ناکرارۍ خواته روان دی او د اسرائیل لومړی وزیر نتانیاهو د امریکا او ایران په جګړه کې چې د لیکوال په وینا یوه نا اعلان شوې جګړه ده په ښکیل کېدو سره خپل هېواد له خطر سره مخامخ کوي.
لیکوال وايي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خبرو باور نه شي کیدای په دې مطلب کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې د هغه دې وړاندیز ته اشاره شوې چې ایران خبرو ته را وبللو، خو د ایران ځواب دا و چې اول باید بندیزونه لېرې شي بیا خبرې کیدای شي، خو لیکوال څوک پوهېږي چې ټرمپ څه غواړي ښايي دی په خپله هم نه پوهېږي چې په دریځ کې یې له دې ډول کاواکه بدلون څخه مطلب څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
جیروسلیم
اسرائیلۍ ورځپاڼې جیروسلیم د دې سرلیک لاندې چې امریکا دې تاریخي تېروتنه نه تکراروي د افغان سولې په اړه یو مطلب خپور کړی په دې مطلب کې ویل شوي چې امریکا دې هغه تېروتنه نه کوي چې د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو پرمهال وشوه، ځکه هغه مهال مجاهدینو فکر کاوه چې شوروي اتحاد یې مات کړی او د دغو ځواکونو له وتلو وروسته به د وخت حکومت له پښو وغورځوي.
د لیکوال اشاره دې ته ده چې عین تجربه ښايي تکرار شي دی وايي، امریکا باید احتیاط وکړي چې ورته ناورین رامنځته نه شي او دا به د امریکا تېروتنه وي که د یوې تل پاتې حل لارې له یقیني کېدو پرته خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.



















