ورځپاڼې: پاکستانۍ روپۍ به نور هم د ډالر پر وړاندې لوېږي

پاکستان
د عکس تشریح، د پاکستان ملي بانک ويلي چې راتلونکو شپږو مياشتو کې د بهرنيو پيسو پر وړاندې د پاکستانۍ روپيو د بيې ټيټېدا، د پورونو د ورکړې فشار، د مالي کسر د لوړېدو او د پيسو د پړسوب يا انفلاسيون خطر شته.
د خپرېدو وخت

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي، د راتلونکو شپږو مياشتو په اوږدو کې ښايي د امريکايي ډالرو پر وړاندې د پاکستانيو روپيو بيه ټيټه شي.

ورځپاڼه وايي، که څه هم پاکستان ډاډمن دى چې د پيسو مينځلو او ترهګرۍ ته د پيسو برابرولو پر وړاندې اخېستل شوي ګامونه به ورسره مرسته وکړي چې ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې له خړ نوم لړه راتلونکې مياشت ووځي.

خو د پاکستان ملي بانک ويلي چې راتلونکو شپږو مياشتو کې د بهرنيو پيسو پر وړاندې د پاکستانۍ روپيو د بيې ټيټېدا، د پورونو د ورکړې فشار، د مالي کسر د لوړېدو او د پيسو د پړسوب يا انفلاسيون خطر شته.

واشنګټن پوسټ

امريکايۍ مجلې واشنګټن پوسټ امريکا ته د ولسمشر غني د کېدونې سفر په تړاو مطلب خپور کړى او د يوه لوړ پوړي افغان چارواکي د مرستیال په وينا یې ليکلي چې تمه ده دا سفر راتلونکې اوونۍ ترسره شي.

ورځپاڼه وايي، دوحې ته د ښاغلي خليلزاد سفر او بيا ورپسې امريکا ته د ولسمشر غني د سفر پلان دواړه ناڅاپي او له وړاندې پلان شوي نه و.

ورځپاڼه زياتوي، دا دواړه ناپلان شوي خوځښتونه داسې مهال کېږي چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې کابل او نورو سيمو کې د طالبانو بريدونو زور واخېست.

ورځپاڼه زياتوي، دا بريدونه د امريکايي چارواکو له دې اعلان سره سره وشو چې ويې ويل، د سولې تړون کېدونى دى. مطلب کې راغلي چې دا بريدونو خلک ناکراره، مغشوش او په غوسه کړل.

مطلب هغو اندېښنو ته هم اشاره کوي چې وايي، لکه د تېرو کلونو په څېر شيعه وګړي د محرم په ورځو کې ښايي د اورپکو له لوري په نښه شي.

نيوزويک

نيوزويک مجله وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو داسې حالت کې چې حالات ناڅرګندي د افغانستان او القاعدې په اړه د اوباما د پېر يوه وينا ځلوي يا منعکسوي.

مایک
د عکس تشریح، پومپیو ویلي امريکايي ځواکونو افغانستان کې خپل د ماموريت اصلي موخه ترلاسه کړې

ښاغلي پومپيو خپله يوه مرکه کې چې تېره چهارشنبه خپره شوه ويلي و چې امريکايي ځواکونو افغانستان کې خپل د ماموريت اصلي موخه ترلاسه کړې او القاعده اوس د خپل تېر د سيورې په توګه هم نه ده پاتې.

مجله وايي، د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د فلوريدا مکدېل هوايي ځواک اډه کې پوځيانو ته خپلې وروستۍ مهمې وينا کې هم ويلي و چې القاعده افغانستان کې د خپل تېر د سيوري په توګه پاتې.

د مجلې په وينا ښاغلي اوباما دا څرګندونې دوه کاله وروسته له هغه کړې وې چې امريکا په ٢٠١٤ میلادي کال کې افغانستان کې خپل جګړه ييز ماموريت رسماً پاى ته رسولى و.

مجله وايي، دا جمله د ولسمشر اوباما ادارې لپاره په معياري جمله بدله شوې وه.

مجله وايي، د جګړې اصلي موخه د القاعدې او د طالبانو د رژيم له منځه وړل او د اوسامه بن لادن نيول يا وژل و.

اورپکۍ ضد جګړه او ملت جوړونه د بريالي پرمختگ نوې نښې جوړې شوې. خو د مجلې په وينا مرګژوبله ډېره شوه او طالبانو نورې سيمې ونيولې.

مجلې د دفاع وزارت د يوه لوړ پوړې چارواکي چې نوم يې نه دى اخېستى خبرې راخېستې.

ده ويلي القاعده د خپل د سيورې هومره پاتې، کوچنۍ شوې خو جوړښت يې تر پخوا ښه شوى او په سيمه او د افغانستان له پولو د باندې نفوذ لري.