د تصویرونو البوم: په نړۍ کې څه تېريږي؟

د خپرېدو وخت

د تصویرونو په دغه ټولګه کې هغه خبري تصویرونه وینو، چې د نړۍ په لر او بر کې دا اونۍ اخیستل شوي دي او پکې وینو چې نړیوال د کورونا وېروس مخنیوي لپاره څنګه مبارزه کوي.

د اندنیزیا په اچې سیمه کې یوه ځايي نرس په داسې حال کې وینو چې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره یې ماسک اغوستی او له وېروسه یې د خوندیتوب لپاره په حفاظتي کالیو کې نغښتی نوی زېږېدلی ماشوم یې په غېږ کې نیولی.
د عکس تشریح، د اندنیزیا په اچې سیمه کې یوه ځايي نرس په داسې حال کې وینو چې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره یې ماسک اغوستی او له وېروسه یې د خوندیتوب لپاره په حفاظتي کالیو کې نغښتی نوی زېږېدلی ماشوم یې په غېږ کې نیولی.
د پاریس اوسېدونکي د خپلو کورونو له کړکیو د چکچکو له لارې د خپل هېواد روغتیا پالانو ته درناوی وړاندې کوي.
د عکس تشریح، د پاریس اوسېدونکي د خپلو کورونو له کړکیو د چکچکو له لارې د خپل هېواد روغتیا پالانو ته درناوی وړاندې کوي.
د مصر پلازمېنې قاهرې ته نژدې د فرعون توتنخامون مومیايي زرینه مجسمه د مصر ستر موزیم کې د ځای پر ځای کولو لپاره ایښې ده. دغه مومیايي شوې مجسمه برتانوي لرغونپېژندونکي هوارد کارتر د توتانخامون په مقبره کې ۱۹۲۲ کال کې موندلې وه.
د عکس تشریح، د مصر پلازمېنې قاهرې ته نژدې د فرعون توتنخامون مومیايي زرینه مجسمه د مصر ستر موزیم کې د ځای پر ځای کولو لپاره ایښې ده. دغه مومیايي شوې مجسمه برتانوي لرغونپېژندونکي هوارد کارتر د توتانخامون په مقبره کې ۱۹۲۲ کال کې موندلې وه.
د کالیفورنیا په سان دیاګو کې یو سندرغاړی د قرنطین پر مهال د خپل کور له کړکۍ خپلو ګاونډیانو ته د هنر ننداره وړاندې کوي.
د عکس تشریح، د کالیفورنیا په سان دیاګو کې یو سندرغاړی د قرنطین پر مهال د خپل کور له کړکۍ خپلو ګاونډیانو ته د هنر ننداره وړاندې کوي.
د چرنوبل اتومي بټۍ سره څو کیلومتره لېرې واټن کې په یوه ځنګله کې پراخ اور لګېدلی دی. په دغه بټۍ کې ۱۹۸۶ کال د اتومي تاریخ تر ټولو ناوړه پېښه رامنځته شوې وه.
د عکس تشریح، د چرنوبل اتومي بټۍ سره څو کیلومتره لېرې واټن کې په یوه ځنګله کې پراخ اور لګېدلی دی. په دغه بټۍ کې ۱۹۸۶ کال د اتومي تاریخ تر ټولو ناوړه پېښه رامنځته شوې وه.
په سپینه ماڼۍ کې یوه کارکوونکې د کورونا وېروس په تړاو د ورځنیو معلوماتو له وړاندې کېدو مخکې پر دیوال لګېدلی نښان پاکوي.
د عکس تشریح، په سپینه ماڼۍ کې یوه کارکوونکې د کورونا وېروس په تړاو د ورځنیو معلوماتو له وړاندې کېدو مخکې پر دیوال لګېدلی نښان پاکوي.
انیسه میکرابیش نومې خیریه کارکوونکې په فرانسه کې داسې یو ماسک چمتو کړی، چې د خولې برخه یې رڼه ده او له هغو معلولو کسانو سره مرسته کوي، چې نه اوري او نه شي غږېدای، خو شونډو ته د کتو لارې په خبرو پوهېدای شي.
د عکس تشریح، انیسه میکرابیش نومې خیریه کارکوونکې په فرانسه کې داسې یو ماسک چمتو کړی، چې د خولې برخه یې رڼه ده او له هغو معلولو کسانو سره مرسته کوي، چې نه اوري او نه شي غږېدای، خو شونډو ته د کتو لارې په خبرو پوهېدای شي.
د چین په ووهان کې یو سړي د هغه دیوال بل لور ته ګوري، چې د اوسېدو یوې سیمې خوندیتوب لپاره درول شوی دی
د عکس تشریح، د چین په ووهان کې یو سړي د هغه دیوال بل لور ته ګوري، چې د اوسېدو یوې سیمې خوندیتوب لپاره درول شوی دی
د اندونیزیا په جاوا کې ځايي اوسېدونکي د ریل ګاډي پټلیو سره څېرمه له یوه بله لېرې ورزش کوي.
د عکس تشریح، د اندونیزیا په جاوا کې ځايي اوسېدونکي د ریل ګاډي پټلیو سره څېرمه له یوه بله لېرې ورزش کوي.
په پاریس کې یوه ښځه چې له کورنا وېروسه یې د خوندیتوب لپاره ماسک اغوستی، د یوه پلورنځي مخې ته تېرېږي.
د عکس تشریح، په پاریس کې یوه ښځه چې له کورنا وېروسه یې د خوندیتوب لپاره ماسک اغوستی، د یوه پلورنځي مخې ته تېرېږي.
په کیمبرج سیمه کې دووه اسان د نسل تکثیر په موسم کې د غلبې لپاره له یوه بل سره په جګړه بوخت دي.
د عکس تشریح، په کیمبرج سیمه کې دووه اسان د نسل تکثیر په موسم کې د غلبې لپاره له یوه بل سره په جګړه بوخت دي.

ټول تصویرونو په هغو کسانو پورې تړاو لري، چې د کاپي رایټ حقونه یې یاد شوي دي.