کورونا وېروس: اسپانیا کې د مړو شمېر تر ۲۰ زره اوښتی

د بیت المقدس په سیپلکري کلیسا کې د عیسویانو ایسټر او سپیڅلي اور مراسم د نور کله برعکس یوازې څو راهبانو داسې حال کې ولمانځه چې ماسکونه یې اغوستي وو.
د عکس تشریح، د بیت المقدس په سیپلکري کلیسا کې د عیسویانو ایسټر او سپیڅلي اور مراسم د نور کله برعکس یوازې څو راهبانو داسې حال کې ولمانځه چې ماسکونه یې اغوستي وو.
د خپرېدو وخت

په نړۍ کې پر کوویډ - ۱۹ د اخته کسانو شمېر له دوه میلیونه دوه سوه زره کسانو اوښتی دی. تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۹ زرو کسانو ته رسېدلی دی. امریکا متحده ایالات تر بل هر هېواد زیات اغېزمن شوی هېواد دی.

په اسپانیا کې روغتیايي چارواکي وايي، د کوویډ - ۱۹ له کبله د مړو شمېر له ۲۰ زره کسانو اوښتی دی دی.

په امریکا کې نژدې اووه سوه زره کسان پر دغه ناروغۍ اخته دي او د همدې کورونا له کبله تر اوسه ۳۱ زره کسان مړه شوي دي. برتانیا کې د مړو شمېر د ۸۸۸ کسانو له زیاتېدو سره لږ تر لږه ۱۵۴۶۴ ته رسېدلی دی.

برتانوي چارواکي وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر بوریس جانسن چې پر کورونا ویروس له اخته کېدو وروسته یې درملنه شوې، اوس ارام کوي او روغتیا یې مخ پر ښه کېدو ده. چارواکي وايي، یو شمېر وزیران له لومړي وزیر سره په اړیکه کې دي.

بوریس جانسن
د عکس تشریح، چارواکي وايي، د لومړي وزیر بوریس جانسن روغتیا مخ پر ښه کېدو ده.

رپوټونو کې ویل شوي، د لندن هیترو ډګر ته د کورونا وېروس وبا له خپرېدو وروسته د الوتکو شمېر هم خورا لږ شوی دی. دغه هوايي ډګر ته په عادي حالت کې هره ورځ تر ۶۰۰ پورې الوتنې کېدې، خو د قرنطین له پلي کېدو راهیسې ایله تر ۶۰ پورې الوتنې کېږي، چې مساپر یې له سختو تدبیرونو سره یوازې خورا اړین سفرونه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قرنطین پای ته رسولو لپاره باید له احتیاطه کار واخیستل شي او یوازې پر انټي باډیز معایناتو یا ازموینو تکیه و نه شي. د هند سمندري پوځ وايي، په ای این ایس انګرې بېړه کې ۲۱ کسان پر کویډ - ۱۹ اخته شوي دي.

د اپریل پر ۲۱ د برتانیا ملکې د ۹۴ مې کلیزې په مناسبت په دودیز ډول د توپونو سلامي نه وړاندې کېږي، ځکه داسې باور کېږي چې داسې حال کې چې په نړۍ کې کورونا وېروس وبا خپره ده، داسې کول مناسبه چاره نه ده.

د نایجریا ولسمشرۍ دفتر مشر د کورونا ناروغۍ له کبله مړ شوی
د عکس تشریح، د نایجریا ولسمشرۍ دفتر مشر د کورونا ناروغۍ له کبله مړ شوی

ایراني چارواکو خپل هېواد ته د افغانانو او پاکستانیانو پر ورتګ بندیز لګولی دی. جاپاني ډاکټران وايي، که د کورونا ویروس مخنیوي لپاره حکومت روغتونونو ته نور وسایل چمتو نه کړي، د روغتیا نظام به له ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

بل لور ته چین هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې د کورونا له کبله یې د مړو شویو کسانو شمېر پټ کړی دی. په دغه ښار کې د مړو شویو شمېر د ۱۲۹۰ کسانو له ډېرېدو سره ۳۸۶۹ تنو ته رسېدلی دی.

جاپان
د عکس تشریح، جاپان کې روغتیا پالان وايي، که حکومت مرسته و نه کړي، ښايي روغتیايي نظام له ستونزو سره مخامخ شي

د نایجریا ولسمشر له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د ولسمشرۍ دفتر مشر ابا کیاري پر کورونا ویروس له اخته کېدو وروسته مړ شوی دی.

د ولسمشر بوهاري له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي کیاري پر مړینه ژور خفګان څرګند شوی دی. نایجریا کې ۴۹۳ کسان پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته دي او تراوسه له همدې کبله ۱۷ کسان مړه شوي دي.