تېره یوه اونۍ په تصویرونو کې

د خپرېدو وخت

د تېرې یوې اونۍ اوږدو کې د هغو اخیستل شویو تصویرونو یوه ټولګه چې د کورونا وېروس وبا پر وړاندې د خلکو غبرګون په کې لیدل کېږي.

برتانوۍ لوبغاړې ډیزاري هینرې چې په ریو اولمپیک سیالیو کې د برونزو مډال ګټلی د لندن یوه ګالف میدان کې تمرین کوي.
د عکس تشریح، برتانوۍ لوبغاړې ډیزاري هینرې چې د ۲۰۱۶ په ریو اولمپیک سیالیو کې د برونزو مډال ګټلی د لندن یوه ګالف میدان کې تمرین کوي.
د حکومت له لوري په قرنطین محدودیتونو کې له نرمښت وروسته بارسلونا اوسېدونکي له ماشومانو سره د لوبو پر مهال
د عکس تشریح، د حکومت له لوري په قرنطین محدودیتونو کې له نرمښت وروسته بارسلونا اوسېدونکي له ماشومانو سره د لوبو پر مهال. اسپانیا کې د نورو اروپايي هېوادونو پرتله هم سخت بندیزونه لګېدلي وو، چې اوس تر یوه حده نرمښت پکې راغلی.
د لندن په ختیځ کې یو لاروی د هغو لوحو له څنګه تېرېږي چې د عامې روغتیا له ادارې (این ایچ ایس) مسوولینو د مننې په پار ټومبل شوې
د عکس تشریح، د لندن په ختیځ کې یو لاروی د هغو لوحو له څنګه تېرېږي چې د عامې روغتیا له ادارې (این ایچ ایس) مسوولینو د مننې په پار ټومبل شوې
په السلواډور کې د ولسمشر نایب بوکیلي لخوا په هېواد کې د وژنو پېښو مخنیوي په پار د ۲۴ ساعته بندیزونو پر مهال د ورانکارو ډلو غړي په زندان کې رایو ځای کړل شوي دي.
د عکس تشریح، په السلواډور کې د ولسمشر نایب بوکیلي لخوا په هېواد کې د وژنو پېښو مخنیوي په پار د ۲۴ ساعته بندیزونو پر مهال د ورانکارو ډلو غړي په زندان کې رایو ځای کړل شوي دي.
د هند په احمد اباد کې یو روغتیايي کارکونکی د بدن حرارت درجې معلومولو لپاره انفراریډ ترمایټر کاروي
د عکس تشریح، د هند په احمد اباد کې یو روغتیايي کارکونکی د بدن حرارت درجې معلومولو لپاره انفراریډ ترمایټر کاروي
۷۵ کلنه ګلوریا چې اصلاً د السلواډور اوسېدونکې ده، د نیویارک په برونکس سیمه کې له راهب پيدرو ګونزالیسه د مننې سمبولیک ستروالی ښيي چې له خوارو، بیوزلو یا ناروغو خلکو سره د قرنطین پر مهال د خوړو او نورو اړتیا وړ توکو مرستې کوي.
د عکس تشریح، ۷۵ کلنه ګلوریا چې اصلاً د السلواډور اوسېدونکې ده، د نیویارک په برونکس سیمه کې له راهب پيدرو ګونزالیسه د مننې سمبولیک ستروالی ښيي چې له خوارو، بیوزلو یا ناروغو خلکو سره د قرنطین پر مهال د خوړو او نورو اړتیا وړ توکو مرستې کوي.
د فلسطین په نابلس کې یو سړی د پيشلمي لپاره د ځايي اوسېدونکو راویښولو لپاره نغاره وهي
د عکس تشریح، د فلسطین په نابلس کې یو سړی د پيشلمي لپاره د ځايي اوسېدونکو راویښولو لپاره نغاره وهي
د نړیوالې جګړې رضاکار برتانوي پوځي ټام موور خپله سلمه کلیزه داسې حال کې ولمانځله چې د عامې روغتیا ادارې لپاره یې میلیونونه پاونډه بسپنه ټوله کړه او د کلیزې په مناسبت یې تر ۱۲۰ زره ډېر کارتونه ورته استول شوي وو. لمسی یې بینجي دلته د همدې کارتونو په منځ کې لیدل کېږي.
د عکس تشریح، د نړیوالې جګړې رضاکار برتانوي پوځي ټام موور خپله سلمه کلیزه داسې حال کې ولمانځله چې د عامې روغتیا ادارې لپاره یې میلیونونه پاونډه بسپنه ټوله کړه او د کلیزې په مناسبت یې تر ۱۲۰ زره ډېر کارتونه ورته استول شوي وو. لمسی یې بینجي دلته د همدې کارتونو په منځ کې لیدل کېږي.
د سویلي افریقا په کیپ ټاون کې یو ځايي ماشوم له خپل سپي سره د حیواناتو درملنې هغه مرکز کې منتظر دی، چې د قرنطین محدودیتونو له کبله له ستونزو سره مخامخ دی.
د عکس تشریح، A South African boy waits with his dog to see a veterinarian at the Mdzananda Animal Clinic in Cape Town, which is currently working under extremely difficult conditions during the Covid-19 pandemic.
د لندن تمیز سیند پر سر د ژړې زرغونې یو منظر
د عکس تشریح، د لندن تمیز سیند پر سر د ژړې زرغونې یو منظر

د ټولو تصویرونو حقونه له کاپي رایټ لرونکو سره دي، چې پر تصویرونو یې یادونه شوې.