د سوبې ورځ، مې اتمه، چې په برلین کې د نازیانو واکمني پای ته ورسېده

د عکس سرچینه، Getty Images
له څلور کلنې جګړې وروسته د ۱۹۴۵ کال د اپریل پر ۱۶ شوروي ځواکونو پر برلین برید پیل کړ.
نازي جرمني د ۱۹۴۱ کال په جون کې پر شوروي برید وکړ، چې د یوه اټکل له مخې د دغه هېواد ۲۵ میلیونه کسان ووژل شول، چې پوځيان او ملکي خلک ټول پکې شامل وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د اډولف هټلر تر واکمنۍ لاندې جرمني په ګونډو شو او له جګړې ستړی، تیت او پرک ۹۵ زره پوځ یې د ختیځ او سویل له لوري د شوروي پوځونو تر برید لاندې و. نژدې یو نیم میلیون شوروي پوځیانو له څلور اړخونو برلین محاصره کړی و او وروسته یې پرې برید وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا یې په اروپا کې وروستۍ لویه جګړه وه. اډولف هټلر د ژوند وروستۍ ورځې تر ځمکه لاندې په هغه پټنځای کې تېرې کړې، چې (فیورر بنکر) یې بایله. نوموړي د پلازمېنې له پرېښودولو انکار کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی وروستی ځل د ۱۹۴۵ کال د اپریل پر ۲۰ مه په عام محضر کې ولیدل شو، چې د خپلې ۵۶ کلیزې په مناسبت یې د ښار دفاع کوونکو ته یې مډالونه ورکړل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
نازي پوځیان د شوروي پوځ په مقابل کې د شمېر له پلوه هم خورا لږ وو او وسله او تجهیزات یې هم نژدې ختم شوي وو. دوی د ښار پر لور د شوروي پوځونو پرمختګ له سوکه کولو پرته نور هیڅ نه شو کولای.

د عکس سرچینه، Getty Images
اډولف هټلر له ایوا براوون سره له واده وروسته د ۱۹۴۵ کال د اپریل پر ۳۰ مه خپل خندق کې ځان وواژه او مړی یې په نژدې ځای کې وسوځول شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې وروسته شوروي پوځيانو د جرمني مشهوره تاریخي ودانۍ رائشټاګ ونیوله، چې ورانه ویجاړه شوې وه. په یوه مشهور تصویر کې د شوروي اتحاد یو پوځي داسې حال کې لیدل کېږي چې پر دغه ودانۍ د خپل هېواد بیرغ ټومبي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
د مې پر دویمه رسماً د برلین ولکه تر لاسه شوې وه، خو د مې تر اتمې پورې د جګړې تر پایه نښتې روانې وې. د دغې جګړې په پای کې نژدې ټول برلین ښار په کنډوالو بدل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
شوروي پوځیانو ښاریانو ته اوبه او خواړه ورکړي و، خو د تاو تریخوالي رپوټونه هم ورکړل شوي وو، او پوځیانو پر زرګونو ښځو جنسي تېری کړی و. له جګړې وروسته اتحادي پوځیانو پر برلین ولکه ټینګه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
برلین اوسېدونکو د ښار پاکول پیل کړي ويي او د جګړې له پای ته رسېدو څو میاشتې وروسته امریکا، برتانیا او شوروي د برلین په څنډو کې د راتلونکي تګلارې پر سر د غور لپاره غونډه وکړه.
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.



















