امریکا: د پولیسو لخوا د یوه بل ظلم ویډیو خپره شوې

د ویډیو تشریح، امریکا: د پولیسو لخوا د یوه بل ظلم ویډیو خپره شوې
د خپرېدو وخت

په امریکا کې د پولیسو لخوا د یوه بل ظلم ویډیو خپره شوې چې له مخکې غوسه مظاهره کوونکي یې لا ډېر پارولي دي. یوه ویډیو کې یو ۷۵ کلن سړی ښکاري چې د جورج فلویډ وژل کېدو پر ضد مظاهره کې روان دی او پولیس یې پورې وهي، سړی پر ځمکه پریوځي، وینې ترې روانېږي او پولیس ترې ځي. دا پېښه د نیویارک په بفلو کې ‍شوې. په پېښه کې ښکېل دوه پولیس اوس نیول شوي دي. پام مو وي چې په دغه رپوټ کې ځینې برخې شته چې د خواشینۍ سبب کېدای شي.