د تصویرونو البوم: نړۍ تېره اونۍ

د خپرېدو وخت

د نړۍ په لر او بر کې روانه اونۍ د مهمو پېښو انځوریز رپوټ.

د بارسلونا اوپرا کې د ګل بوټو پر وړاندې د موسیقۍ یو غیر عادي کنسرت وړاندې شو. وروسته دغه بوټي روغتیا پالانو ته ډالۍ شول.
د عکس تشریح، د بارسلونا اوپرا کې د ګل بوټو پر وړاندې د موسیقۍ یو غیر عادي کنسرت وړاندې شو. وروسته دغه بوټي روغتیا پالانو ته ډالۍ شول.
د امریکا اوکلاهاما کې یوې کمپاین غونډې ته ولسمشر ډونلډ ټرمپ له رسېدو مخکې د مرستیال ولسمشر مایک پینس وینا پر مهال یوازینی اورېدونکی
د عکس تشریح، د امریکا اوکلاهاما کې یوې کمپاین غونډې ته ولسمشر ډونلډ ټرمپ له رسېدو مخکې د مرستیال ولسمشر مایک پینس وینا پر مهال یوازینی اورېدونکی
کوریايي ممثلین چې د ډاکترانو په بڼه لیدل کېږي یوه صحنه انځوروي
د عکس تشریح، کوریايي ممثلین چې د ډاکترانو په بڼه لیدل کېږي یوه صحنه انځوروي
روسیه کې پوځیان په نړیواله جګړه کې د بریا ورځ لمانځي. د کورونا وېروس وبا له کبله دغه مراسم د مې پر نهمه ورځ وځنډول شول
د عکس تشریح، روسیه کې پوځیان په نړیواله جګړه کې د بریا ورځ لمانځي. د کورونا وېروس وبا له کبله دغه مراسم د مې پر نهمه ورځ وځنډول شول
په سویلي کارولینا کې د امریکا پخواني مرستیال او د غلامۍ پلوي ولسمشر جان سي کالهورن مجسمه لېرې کېږي
د عکس تشریح، په سوېلي کارولینا کې د امریکا پخواني مرستیال او د غلامۍ پلوي ولسمشر جان سي کالهورن مجسمه ليرې کېږي
د کاناډا په ټورنټو کې ځايي اوسېدونکي د ټولنیز واټن په پام کې نیولو سره یوګا ورزش کوي
د عکس تشریح، د کاناډا په ټورنټو کې ځايي اوسېدونکي د ټولنیز واټن په پام کې نیولو سره یوګا ورزش کوي
د بنکاک پر یوې هسکې ښیښه يي بلۍ یوه ماشومه د لمر تندر نیولو ننداره کوي
د عکس تشریح، د بنکاک پر یوې هسکې ښیښه يي بلۍ یوه ماشومه د لمر تندر نیولو ننداره کوي
فیلیپین کې د یوې تړلې کلیسا مخکې د تاونګ پوتیک په نامه مذهبي مراسم لمانځل کېږي
د عکس تشریح، فیلیپین کې د یوې تړلې کلیسا مخکې د تاونګ پوتیک په نامه مذهبي مراسم لمانځل کېږي
د لندن په کینري هارف سیمه کې یو سړی د لامبو لپاره اوبو ته ټوپ وهي
د عکس تشریح، د لندن په کینري هارف سیمه کې یو سړی د لامبو لپاره اوبو ته ټوپ وهي
د امریکا کینټاکي ایالت کې یو ښځه د لومړنیو ټاکنو لپاره چمتوالی کوي
د عکس تشریح، د امریکا کینټاکي ایالت کې یو ښځه د لومړنیو ټاکنو لپاره چمتووالی کوي

د ټولو تصویرونو حقونه په ملکیت درلودونکو پورې اړوند دي چې یادونه یې شوې.