امریکا: مشهور مدني فعال جان لیویس ومړ

ښاغلي لیویس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د پانکراس په سرطان اخته دی
د عکس تشریح، ښاغلي لیویس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د پانکراس په سرطان اخته دی
د خپرېدو وخت

د امریکا د ولسي جرګې غړی او د مدني حقونو د غورځنګ مشر جان لیویس د ۸۰ کلونو په عمر ومړ. جان لیویس د بشر حقونو د شپږو نوموتو مدافعینو له ډلې وو چې د ۱۹۶۳ کال په تاریخي لاریونونو کې یې هم برخه اخیستې وه.

د دغه غورځنګ یو بل غړی مارتین لوتر کینګ وو. هغه د امریکا له جورجیا ایالات څخه په ولسي جرګه کې د دیموکراتانو د ګوند استازی و چې د د غه ایالات د مرکز د پراخې برخې استازیتوب یې کاوه.

ښاغلي لیویس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د پانکراس په سرطان اخته دی او روغتیا پالانو د هغه سرطان په څلورمه مرحله کې وپېژاند.

د هماغه وخت په خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي لیویس ویلي وو، 'ټول عمر مې د برابرۍ، ازادۍ او د لومړنیو انساني حقونو لپار مبارزه وکړه او هیڅکله په جنګ کې د اوسني حالت په فکر کې نه وم. '

جان لیویس د مدني حقونو د غورځنګ پر مهال د تاوتریخوالی پر وړاندې د مبارزې د یوې کمېټې د بنسټ ډبره هم ایښې وه او له ۱۹۶۳کال څخه تر ۱۹۶۶ پورې یې د دغې کمېټې ریاست په خپل لاس کې واخیست.

په کال ۱۹۶۳ یې په واشنګټن کې د مارس په لاریونونو کې چې د کار او ازادۍ لاسته راوړلو لپاره وو هم مرسته او ګډون کړی.

په همدغه وخت کې مارتین لوتر کینګ خپله تاریخي وینا وکړه. ښاغلی لیویس د دغو لا ریونو له وروستیو وینالوالو وو.

جان لیویس د ۱۹۶۳ کال مشهور لاریون ته د وینا پر مهال
د عکس تشریح، جان لیویس د ۱۹۶۳ کال مشهور لاریون ته د وینا پر مهال

د امریکا د ولسي جرکې مشرې نانسې پلوسې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جان لیویس په مرګ خواشیني ښکاره کړې.

مېرمن پلوسې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، 'هغه د مدني حقونو مدافع وو چې په پوره ایماندارۍ، زړورتیا او ښه کار یې زمونږ خلک راویښ کړل. جان لیویس خپل ټول ژوند د خلکو د برابرۍ او ازادۍ لپاره تېر کړ. '

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د یو ې اعلامیې په خپرولو سره د جان لیویس له کړنو ستاینه کړې.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند الیزابت وارن هم په یو ټویټ کې ښاغلی لیویس 'د امریکا لپاره یو اتل او د ښو اخلاقو سمبول ' یاد کړی.