د نیو زیلنډ پر جوماتونو بریدګر د دریم برید پلان هم درلود

د برید قربانیان او زیانمن هم د محکمې بهیر کې ګډون کوي.
د عکس تشریح، د برید قربانیان او زیانمن هم د محکمې بهیر کې ګډون کوي.
د خپرېدو وخت

هغه سړي چې پر ۲۰۱۹ کال یې نیو زیلنډ کې دوو جوماتونو کې ۵۱ کسان ووژل، غوښتل یې پر دریم جومات هم برید وکړي. برېنټن ټارنټ پلان درلود چې له برید وروسته جوماتونه وسوځوي او څومره چې شونې وي تاوان ورسوي.

دغه اسټرالیایی محکمه کې د ۵۱ کسانو وژلو، د ۴۰ د وژلو د هڅې او ترهګریز برید ترسره کولو له تورونو سره مخ دی.

۲۹ کلن ټارنټ عمر بند سره مخ دی، چې ممکن هیڅ ونه بښل شي. خو دا ډول سزا تر اوسه نیو زیلنډ کې چا ته ورکړل شوې نه ده.

بریدګر چې دا بریدونه پر انټرنېټ ژوندي خپرول نړۍ یې هیښه کړه او د نیو زیلنډ حکومت یې اړ ایست چې د ټوپک په هکله قانون کې بدلون راولي.

برنټن ټارنټ په محکمه کې:

نوی زیلنډ

د دوشنبې په ورځ محکمه په کرایسچرچ ښار کې پیل شوه، چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې برید پکې شوی و.

د کورونا وېروس د خپرېدو د مخینیوي لپاره دا بهیر د مرکزي محکمې په ځای د اوو نورو محکمو له لارې سر ته رسېږي چې د پېښې زیانمن او د قربانیانو خپلوان هم پکې ګډون کوي او ډېری به یې راتلونکو درې ورځو بهیر کې خپلې څرګندونې هم وکړي.

یو مشر څارنوال برنابي هوییز محکمې ته وویل، بریدګر ډېر پخوا د دغه پلان په جوړولو کار کړی او غوښتل یې تر ممکنه بریده ډېر مرګونه وکړي.

د نوموړي په خبره، بریدګر نوي زیلنډ کې د جوماتونو په هکله د دې لپاره مالومات ټول او ځایونه او پوړونه یې مطالعه کړي وو، چې د سخت بیروبار پرمهال برید پرې وکړي.

له برید مخکې میاشتو کې کرایسچرچ ته لاړ و او پر خپل اصلي هدف النور جومات یې ډرون الوتکه هم ګرځولې وه.

هغه پر النور جومات او لېن ووډ اسلامي مرکز سربېره پر اشبرټن جومات د برید پلان هم درلود.

محکمې ته دا هم وویل شول، چې د برید په ورځ ټارنټ له جومات د تېښتې پر مهال په کوڅه کې هم خلک وویشتل.

تارنټ
د عکس تشریح، د محاکمې څو ورځې بهیر کې له بهر هم کسان ګډون کوي.

ټارنټ تر نیول کېدو وروسته پولیسو ته هم ویلي چې پلان یې و تر برید وروسته جوماتونه وسوځوي او هیله یې وه چې داسې به وشي.

نوموړی لږ تر لږه ۱۷ کاله بند سره مخ کېدلی شي، خو قاضي کامرون منډر- چې دا دوسیه چلوي- دا واک لري چې په عمر بند یې محکوم کړي.

له شپېتو ډېر کسان به راتلونکو څو ورځو کې د محاکمې بهیر کې خپل نظرونه وړاندې کړي.

په دوی کې ځینې کسان له بهر نیو زیلنډ ته تللي او د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره دوه اونۍ ګوښه ساتل شوي دي.