د تصویرونو البوم: د واشنګټن پر لور لاریون ته زرګونه کسان راټول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
له تاو تریخوالي د یوه ډک دوبي په پای کې او له افریقايي الاصله امریکایانو سره د پولیسو د زور زیاتي پر ضد له احتجاجونو وروسته اوس په امریکا کې نژدې ۵۰ زره کسان راټول شوي چې د توکمیز عدالت غوښتنې لپاره د واشنګټن پر لور لاریون وکړي.
دغه لاریون ته مخکې د ژمنتیا لاریون نوم ورکول کېده، اوس 'زما له غاړې خپله ګونډه لېرې کړه، ' چې د یوه پولیس افسر له لاسه د جارج فلویډ وژنې ته پکې د احتجاج اشاره کېږي.
جارج فلویډ په مې میاشت کې له هغه وروسته ووژل شو، چې یوه پولیس افسر یې تر څو دقیقو پورې پر غاړه ګونډه وهلې وه.
مارش ته وینا کوونکو له ګډونوالو وغوښتل چې د بدلون لپاره خپله رایه وکارووي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۰ کال دغه مارش د ۱۹۶۳ کال د هغه تاریخي مارش د ۵۷ مې کلیزې په مناسبت تر سره کېږي، چې د مدني حقونو قانوني کولو لپاره شوی و.
د جمعې ورځې په ونیاوالو کې د مارټن لوتهر کنګ جونیر لمسۍ یولندا ریني کنګ هم شامله وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لاریون منتظمینو کې د مدني حقونو فعال رېوریند الشارپتون او د مارټن لوتهر کنګ کشر زوی مارټن لوتهر کنګ درېیم شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د وژل شوي جورج فلویډ خور بریجیټ فلویډ د مارش ګډونوالو ته وینا کې وویل: ''ورور مې اوس غږ نه لري، موږ باید اوس د هغه غږ پورته کړو، موږ باید اوس هغه بدلون راولو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه مارش د یوه بل تور پوستي سړي جېکب بلک له وژل کېدو وروسته تر سره کېږي، چې په وسکاسن ښار کې یوه پولیس افسر له شا اووه مرمۍ وویشت او له وژل کېدو وروسته یې احتجاجونه یو ځل بیا راپورته شول

د عکس سرچینه، Getty Images
په مارش کې د مدني فعالانو بېلا بېلو سازمانونو ګډون کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.



















