د روانډا د توکموژنې "اتل" د ترهګرۍ په تور ونیول شو

د عکس سرچینه، Getty Images
چارواکي وايي، هغه وګړی د "ترهګریزو خوځښتونو" د مشرۍ په تور نیول شوی چې د ۱۹۹۴ کال د روانډا توکم وژنې بهیر کي د هڅو له امله یې تر ۱۲ سوو کسان له مرګ وژغورل شول.
د نوموړي د دې هڅو په هکله هالیووډ فلم جوړ کړ.
پایول روسیسابګینا-چې په قوم هوتو دی- هغه وخت مشهور شو چې پر ۱۹۹۴ کال یې د توکموژنې پر مهال له ۱۲ سوو ډېرو توتسیانو ته خپل هوټل کې پنا ورکړه او ویې ژغورل.
ان نوموړي هغو هوتیانو ته بډې ورکړې چې په ښار کې یې د توتسیانو د وژلو هڅې کولې.
دې توکم وژنه کې نږدې اته لکه توتسي او هغه منځلاري هوتیان ووژل شول، چې د هغو توندلارو هوتیانو مقابل کې ولاړ و چې ډلوژنه یې غوښته.
دوی د هغو هوتو توندلارو له خوا ووژل شول چې د ولسمشر پاول کاګما او د توتسيانو واک کې د روانډا وطني جبهې له خوا له واک لرې کړل شوي وو.
نوموړي له دې پېښې لږ وروسته د روانډا حکومت مخالفه ډله جوړه کړه چې په کانګوډیموکراټیک جمهوریت کې یې وسلواله څانګه هم شته.
پاول روسیسا بګینا د دې توکم وژنې بهیر کې د خپلو هڅو له امله د انساني حقونو څو جایزې او ان پر ۲۰۰۵ کال د امریکا د ولسمشرۍ د ازادۍ مډال ګټلی دی.
ولې ونیول شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پایول روسیسا بګینا د نړیوالې محکمې د جلب حکم سره نیول شوی او د روانډا پلازمېنه کیګالي کې یوه خبري غونډه کې د دې هېواد له چارواکو سره یو ځای رسنیو ته ښکاره شو.
نوموړي بلجیم کې ژوند کاوه، خو روانډايي چارواکو د هغه د نیولو د څرنګوالي او تورونو په هکله څه نه دي ویلي.
روانډا کې د ښاغلي روسیسا بګینا په هکله وروستیو کې د ترهګرۍ اړوند دوسیه جوړه شوې ده.
محکمې د نوموړي په هکله د څارنوالانو تورونه مهم بللي.
په دغو تورونو کې څارنوالانو محکمې ته ویلي چې ملي ازادۍ جبهې یاغي ګروپ د زیمبابوې د ولسمشر ایډګر لیونګو مرسته ځکه ترلاسه کړې چې له روسیسابګینا سره نږدې ملګرتیا لري.
خو د ښاغلي لیونګو ویاند له بي بي سي سره خبرو کې دا تور رد کړی دی.

د عکس سرچینه، RIB
پر ۲۰۱۱ کال ښاغلی روسیسابګینا د مالي سرچینو په خرابولو تورن شو، خو تر محکمې کوم تور ونه رسول شو.
په هغه مهال نوموړي هم دا تور رد کړ او ویې ویل چې د ده پرضد منظم پلان روان دی او مخالفان یې بدنامول غواړي.
د ولسمشر کاګما نیوکګر هم پر نوموړي تور لګوي چې مخالفان نشي زغملی.
څو مخالف مشران بندیان او نور هم جلا وطن شوي دي.
خو ولسمشر وايي، چې د توکمیزې کرکې د بیا خورېدو مخنیوي هڅې کوي.
روانډا هوټل د څه په هکله دی؟

د ۲۰۰۴ کال روانډا هوټل موږ ته دا کیسه کوي چې د منځني پوړ هوتو روسیسابګینا چې له یوې توتسۍ سره یې واده کړی څنګه خپل نفوذ او بډو سره پر پوځي چارواکو ومنله چې نږدې ۱۲ سوه هغه کسان خوندي وباسي چې د کیګالي په میلي کولینیز هوټل کې یې پنا اخیستې وه.
ډان چیډلي په دې فلم کې د روسیسابګینا رول لوبوي.
د روانډا د ټول وژنې ژغورل شویو سره د مرستې ګروپ ابووکا په تېر کې ویلي وو چې نوموړي خپله ونډه د هوټل له کډوالو سره په مرسته کې چې له سل ورځنۍ ټول وژنې وتښتي لویه بللې وه
پر ۲۰۰۷ کال روسیسابګینا وویل، د ملګرو ملتونو جنايي محکمه باید د روانډا ازدۍ جبهې ځینې غړي د توکموژنې د تورونو له امله محاکمه کړي:
"زه عادي سړی یم، خو تل مې د انساني حقونو دفاع کړې ده. "
هغه مهال نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي د هغو میلیونونانو روانډایانو غږ وي چې د خپل غږ پورته کولو لپاره څوک نه لري.




















