د افغان سولې خبرو بری به هند او افغانستان نور سره نږدې کړي؟

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
- Author, کملیش
- دنده, بي بي سي - ډېلی
- د خپرېدو وخت
د افغان حکومت او طالبانو خبرو سره هند هم ژوره دلچسپي لري او د خبرو بریالیتوب غواړي.
د دې خبرو پرانیست غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر پرلیکه یا انلاین ګډون وکړ او دوحې ته د دې وزارت د مرستیال جي پي سینګ تلل هم دې خبرو کې د هند استازي ښيي.
د بهرنیو چارو وزیر شنکر خپله وینا کې د هند او افغانستان ترمنځ د تاریخي اړیکو او همکارۍ خبره وکړه او هم یې د افغان مېرمنو او لږکیو د ګټو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.
دا خبرې افغانستان او ګاونډیانو په تېره هند ته په دې مهمې دي چې دغه هېوا کې د طالبانو پیاوړتیا د هند د اندېښنې سبب کېږي.
له تاریخي پلوه طالبان له پاکستان سره نږدې دي او هند او پاکستان ساړه اړیکي لري، خو د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د پاکستان رول هر چا ته روښان دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانانو خپلمنځي خبرو هرکلی کړی او ویلي یې دي د دوی د هڅو له برکته هغه ورځ راغله چې له کلونو راهیسې افغانان ورته انتظار وو.
هند ته د افغانستان اهمیت

هند له کلونو راهیسې افغانستان کې د زدکړې، روغتیا او بنسټیزو پروژو برخه کې مرسته کړې او هم یې افغانستان کې ډېره پانګونه کړې ده.
هند د افغانستان د پارلمان نوې وداني پر جوړولو سربېره برېښنا بندونه، سړکونه، ښوونیزې ادارې او روغتونونه جوړ کړي دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، دا مهال افغانستان کې ۱۷۰۰ سوه هندیان دي چې روغتونونو، بانکونو، امنیت او ټیکنالوجۍ برخه کې له کمپنیو سره کار کوي.
دا ډول په ستراتیژیکه کچه او د هېوادني خوندیتوب له مخې هم افغانستان کې د هند د دریځ کمزوري کېدل ستونزې پیدا کولی شي.
له هند سره پر اړیکو اغېز

د عکس سرچینه، TWITTER.COM/DRSJAISHANKAR
د افغانانو خپلمنځي خبرو کې پر اوربند او له سولې وروسته نظام باندې پرېکړه کېږي.
ډېر افغانان وايي حکومت ته پکار دي له طالبانو سره په خبرو کې د مذهبي ازادۍ، د مېرمنو او لږکیو د حقونو او د بیان ازادۍ په څېر لاسته راوړنو دفاع وکړي.
خو طالبان په دې هکله سخت دریځ لري او د شریعت پلي کولو ملاتړ کوي. دا خبره له دې هم مالومېږي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري مولوي عبدالحکیم حقاني کوي.
کارپوهان وايي، که طالبان د اسلامي قانون پر پلي کولو ټینګ ودرېږي یا پر دې مسله هوکړه وشي، نو د هند لپاره ډېر بد خبر دی.
د جواهر لال نهرو پوهنتون د سوېلي اسیا څېړنو مرکز پوهاند سنجي کي بهاردواج وايي:
"طالبان تل د اسلامي قانون د پلي کولو پلوي دي، ښايي پر اوربند هوکړه وکړي، خو جمهوري حکومت سره جوړ راتلل به یې ستونزمن وي. په دغسې حالت کې د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي همکارۍ اغېز کېږي او ور سره د هند امنیت ته هم خطر پېښېدلی شي."
د نوموړي په خبره، هند تل د توندلارۍ ښکار شوی او طالبانو هم د هند مخالفو توندلارو ملاتړ کړی:
"که هند کې توندلاري ځواکونو پیاوړي کېږي، نو پر هند سربېره یې اغېز پر سوېلي اسیا هم کېږي، دا هېوادونه لا د مخه له توندلارۍ سره مخ دي."
د هند او طالبانو بدل دریځ

د عکس سرچینه، ARG
هند وايي، افغانستان کې ټیکاومن، ځواکمن، خوندي او جمهوري حکومت غواړي او د سولې خبرو هرکلی کوي، خو ډېلی دا هم زیاتوي چې دا خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ او واک کې وي.
د هند او افغانستان ترمنځ اوږدمهالي دوستانه اړیکي دي، خو هند تل د طالبانو د حکومت خلاف و. هند کله هم له طالبانو سره د لیدلو هیله نه ده کړې او تل وايي چې ښه او بد طالبان نشته.
خو وروستیو کې د دې ډلې په هکله د هند دریځ بدل ښکاري، وجه یې څه ده او د دواړو پر اړیکو به اغېز وکړي که نه؟.
پخواني سفیر اشوک سججنهار وايي، اوس حالات بدلېږي او د طالبانو دریځ هم تر پخوا نرم شوی او د هند نظر هم بدل ښکاري.
پیل یې د ۲۰۱۸ کال نومبر کې هغه مهال وشو چې روس طالبان ور وبلل. وروسته د هند دوه متقاعد ډيپلوماټان د شنونکو په څېر دې خبرو کې شامل شول.
اشوک سججنهار وايي، اوسني طالبان د ۱۹۹۰ کلونو له طالبانو بدل دي:
"اوس هم اسلامي هېواد غواړي او هم د نورو پر ګډولو خبره کوي. د نړیوالو له خوا د دوی د منلو اړتیا ده، بل دا چې افغانان د هند ملاتړي دي، بل هېواد هلته داسې کار نه دی کړی لکه هند چې وکړ، که بل حکومت هم راشي، نو دا کارونه یې له پام غورځولی نه شي."
خو د سنجي بهاردواج په نظر دا ټول شیان داسې حکومت کې وي چې پر جمهوریت ولاړ او ځواب ویونکی وي:
"که طالبان د اسلامي قانون پیروي کوي او امرانه چلن لري، نو ځواب ویل به نه وي، په داسې حال کې مهمه دا ده چې وګورو خبرې کومې خواته ځي."
له چین اندېښنه

د عکس سرچینه، EPA
هند نه یوازې له طالبانو بلکې د هغوی له اړیکو وېرېږي، دې اړیکو کې د پاکستان او چین رول مهم دی.
چین هم افغانستان کې د مسو او اوسپنې کانونو کې پانګونه کړې او د یوه لار یو کمربند پلان سره د ډېرو هېوادونو اغېزمنول او پکې نفوذ غواړي.
دې سره د چین- پاکستان او طالبان -پاکستان نږدېوالی هم ښکاره دی. په داسې حال کې چین د پاکستان په مرسته له طالبانو سره اړیکي نږدې کوي، چې دا د هند لپاره لویه ننګونه ده.
اشوک سججنهار تر یو څه بریده له دې دریځ سره جوړ دی او وايي، چین به ریښتیا هم افغانستان کې یو لوبغاړی وي. د افغانستان پر نوي نظام به هم د خپل اغېز اچولو هڅه وکړي:
"چین پخوا هم هلته پانګونه کړې، خو ډېر کار یې نه دی کړی، مګر هند کار کړی، هند د نورو هېوادونو له فکر پرته خپل ځواک سره کار کړی دی."
نوموړی زیاتوي که طالبان یو مخ د پاکستان له غوښتنو سره سم کار کوي، نو دا به هند ته اندېښمنوونکې وي:
"خو زما په اند تر واکمنېدو وروسته به هغوی د حکومت په څېر چلن ولري، د نورو حکومتونو په څېر به له نورو هېوادونو سره ښه اړیکي غواړي."
خو له دې سره سره داسې کارپوهان هم شته چې وايي، دا خبرې به څه نتیجه ونه لري، بلکې د امریکا له ټاکنو مخکې یو مانور دی، ځکه د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته امریکا بیا کله هم افغانستان طالبانو ته نه سپاري.





















