اروپايي ټولنې ترکیې ته مدیترانه کې د "پاروونکي چلن" په هکله خبرداری ورکړ

طالبان
د عکس تشریح، د ترکیې بېړۍ له یونان سره لانجمنه سیمه کې ګاز موندلي
د خپرېدو وخت

اروپايي ټولنه وايي، د سمندري پولو او انرژۍ سرچینو په سر له یونان سره د جنجال له امله د ترکیې د "پاروونکو هڅو او فشار" په دلیل به پر دغه هېواد بندیزونو ته مخه کړي.

د اروپايي کمېسون مشره ارزولا فن در لاین له انکرې غواړي چې د مدیترانې ختیځ کې "یولوریزې هڅې" پرېږدي.

نوموړې د جمعې په ورځ په برسلز کې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډه کې دا خبره وکړه.

تر دې مخکې ترکیې او یونان سیمه کې د نښتې خطر کمولو لپاره بېړنۍ ټلیفوني کرښه جوړه کړه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سږ کال هغه مهال تاوتریخوالی زیات شو چې د ترکیې یوه بېړۍ د تېلو او ګاز موندلو لپاره یوې لانجمنې سیمې ته لاړه.

اروپايي ټولنه څه وايي؟

اروپایي ټولنه

مېرمن فن در لاین خبریالانو ته وویل، اروپايي ټولنه له ترکیې سره مثبت او رغند اړیکي غواړي او دا د انکرې په ګټه دي.

د نوموړې په خبره، دا به یواځې هغه مهال اغېزناک وي چې پاروونکې هڅې او فشار ودرول شي:

"موږ له ترکیې تمه لرو چې له دې وروسته له یو لوریزو هڅو ډډه وکړي. که بیا هم داسې کوي، اروپايي ټولنه له ټولو وسیلو او غوراویو کار اخلي. موږ داسې وسیلې لرو چې سملاسي یې کارولی شو."

د اروپايي ټولنې غړو د تېرې شپې له ناوخته لیدنې وروسته هوکړه وکړه چې د ترکیې چلن ډیسمبر میاشت کې بیا ارزوي او که "تحرکات" یې پرېښودلي نه وو، بندیزونه به پرې ولګوي.

د اروپايي شورا مشر شارل مېشل وویل، اروپايي ټولنه سوداګرۍ او نورو برخو کې ترکیې ته د لا ډېرو نږدې اړیکو وړاندیز کوي، خو مدیترانه کې د لانجې نه کمولو سره بندیزونه هم پام کې نیسي.

د ناټو مرکز کې خپلمنځي ناسته

ناټو
د عکس تشریح، د ناټو سرمشني د ترکیې او یونان ترمنځ د ځانګړې ټلیفوني کرښې جوړېدو هرکلی کوي.

له دې مخکې شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو وویل، چې ترکیې او یونان د ممکنه ټکر د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ ځانګړې ټلیفوني کرښه جوړه کړه.

ترکیه او یونان د ناټو غړي دي او دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ په مدیترانه سمندرګي کې د لانجې له زیاتېدو اندېښمن دی.

د ناټو مرکز برسلز کې د انکرې او اتن د پلاوو تر خبرو وروسته د دې تړون مشر ینس ستولتنبرګ وویل:

"د یونان او ترکیې ترمنځ رغنده خبرو پسې د جنجال کمولو د وسیلې رامنځ ته کولو هرکلی کوم... دا وسیله د دې جنجال هواري کې ډيپلوماټیکو هڅو ته په اړین چاپېریال برابرولو کې مرسته کوي."

د جنجال سرچینه

پنځه سمندرساتې کښتوړۍ د ترکیې موندونکې یا اکتشافي بېړۍ بدرګه کوي.
د عکس تشریح، پنځه سمندرساتې کښتوړۍ د ترکیې موندونکې یا اکتشافي بېړۍ بدرګه کوي.

وروستیو اونیو کې د ترکیې له خوا مدیترانه کې د ګاز سرچینو موندلو او دې سمندرګي کې د پولې پر سر د اختلاف له امله د اتن او انکرې اړیکي تاوجن شول.

بندر ته د ترکیې موندونکې بېړۍ ستنېدو سره دا جنجال کم شو.

په دا مهال د یونان لومړی ویزیر کیریاکوس میتسو تاکیس د ترکیې د "پاروونکو هڅو" د درېدو غوښتنه کوي.

د فرانسې او اتریش مشرانو هم خپلو ویناو کې له ترکیې سره په سرحدي لانجو کې د یونان او قبرس په ملاتړ ټینګار کړی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي: "مدیترانه کې د یونان او قبرس د حق پر سر خبرې نشي کېدلی. "

د اتریش لومړي وزیر سباستین کورتس هم پر ترکیه د اروپايي ټولنې د بندیزونو غوښتنه کړې ده.