نګورنو قرباغ جګړه: ایراني پولو ته څېرمه د بهرنیو وسله والو په هکله د روحاني خبرداری

حسن روحانی
د خپرېدو وخت

د ارمینیا او اذربایجان تر منځ جګړې ته په اشارې سره ایرانی ولسمشر حسن روحاني وايي، د هېواد پولې ته نژدې یې د بهرنیو او سوریايي وسله والو شتون ورته د زغمولو نه دی.

ښاغلي روحاني وویل: ''موږ ته د منلو نه ده، چې ځینې نن په یوه او بله پلمه له سوریې او نورو ځایونو ترهګر سیمې ته او زموږ پولو ته نژدې ځایونو ته راولي. ''

نوموړی وايي، د ارمینیا او اذربایجان ګاونډیو هېوادونو چارواکو ته یې په ''صراحت سره '' دا خبرې کړې دي.

ایراني ولسمشر دغه راز وویل، هېواد یې د دې شخړې هواري کې مرستې ته چمتو دی.

له دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي چې وايي، د ترکیې په مرسته یو شمېر اسلامپال سوریايي وسلوالو په ناندریزه سرحدي سیمه کې ځای پر ځای شوي او یو شمېر یې په جګړه کې وژل شوي دي.

ارمینیا ادعا کوي چې د جګړې لپاره څلور زره سوریايي وسله وال اذربایجان ته لېږدول شوي، خو ترکیه په سختۍ سره دغه تورونه ردوي.

د ایراني پولو په اوږدو کې د توپونو او توغندیو لګېدو رپوټونه هم ورکړل شوي او ښاغلی روحاني وايي، د هېواد د پولو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي:

''د ایران په خاوره کې د توپ مرمیو او توغندیو لګېدل زموږ لپاره د منلو نه دي، له دواړو دوستو هېوادونو چې موږ ورسره ښه اړیکي لرو، له اذربایجان جمهوریته مو د ورور او له ارمینیا د ګاونډي هېواد په حیث غواړو چې دې مسالې ته جدي پام وکړي. ''

Armenian Defence Ministry photo shows Armenian soldier during clashes with Azeria forces. 30 Sept 2020
د عکس تشریح، دا په تېرو ۲۵ کالو کې د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ تر ټولو سخته جګړه ده

بل لور ته د اذربایجان او ارمینیا تر منځ جګړه یوولسمې ورځې ته ورسېده او دواړه هېوادونه پر یوه بل تور پورې کوي، چې پر ملکي خلکو بریدونه کوي.

ښاغلی روحاني خبرداری ورکوي، چې هسې نه د اذربایجان او ارمینیا تر منځ نښته په سیمه ییزه جګړه بدله شي:

'' پام مو وي، چې دا جګړه په سیمه ییزه جګړه بدله نه شي. جګړه باید پای ته ورسېږي. دغه خلک چې د جګړې اور ته لمن وهي، باید توجه وکړي، چې جګړه به هیچا ته ګټه و نه کړي. ''

نژدې ۳۰ کاله کېږي، چې د ارمینیا او اذربایجان تر منځ تاوتریخوالی روان دی او ایران تر اوسه هڅه کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ ناندریو کې بې پرې سیاست ولري او د خپلو دواړو ګاونډیو تر منځ منځګړیتوب وکړي.

خو د دې دواړو هېوادونو تر منځ د وروستۍ جګړې له پیل وروسته بیا په لویدیځ، ختیځ اذربایجان، اردبیل او زنجان کې د ایراني رهبر ایت الله علي خامنه يي استازو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، ''قره باغ د اذربایجان جمهوریت اړوند دی. ''